منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې د ژورنالېزم د اخلاقي موازينو مسوده تصويب شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٥): ولسمشر په هېواد کې د "ژورنالېزم اخلاقي موازينو" مسودې تصويب د مسووليت منلو په برخه کې يو ستر ګام بللى او ويلي يې دي، چې حکومت د رسنيو څېړنيز راپورونه په کره توګه تعقيبوي او منځپانګه يې له فساد سره د مبارزې نوي بنسټ کې څېړي.

د يادې مسودې د تصويب په موخه، نن د "ژورنالېزم اخلاقي موازينو د تصويب ملي ناسته" تر عنوان لاندې يوه غونډه په کابل کې د حکومت د رسنيو په مرکز کې ترسره شوه، چې له ټول هېواد څخه سلګون, خبريالانو او د رسنيو مسوولينو په کې ګډون کړى و.

د افغانستان د ژورناليستانو فدراسيون غړي صفي الله ځير د يادې ناستې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، په وروستيو درېيو کلونو کې په يادې مسودې کار شوى او د زونونو په کچه په جلا توګه په دې اړه د خبريالانو نظرونه اخيستل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغې ناسته کې د وروستي ځل لپاره د نظر غوښتنه وشوه، چې په پايله کې يې دغه مسوده نن مازيګر تصويب شوه.

هغه زياته کړه، بې پلوي، توازن، روغتيا، کره توب، عامه ګټې او د هېواد د قوانينو رعايت د ژورنالېزم له اخلاقي موازينو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رسنۍ د هغو پر بنسټ خپل فعاليتونه پر مخ بيايي.

په ياده ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام د ولسمشر د مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي له لوري ولوستل شو.

په پيغام کې راغلي: "د اخلاقي موازينو اصولو د تصويب په برخه کې د خبريالانو بنسټونو هڅې، له يوه پلوه د رسنيو په حوزه کې د اخلاق پېژندنې له فرهنګ سره مرسته کوي او له بل لوري د احتمالي زيانونو په اړه د رسنيو بيمه کوي او خوندي يې ساتي، اوس د پنځلسو کلونو په تېرېدو د دې وخت رارسېدلى، څو تېره او پلې شوې لار مرور او زيانونه، ستونزوې او نيمګړتياوې وڅېړو."

په پيغام کې راغلي، چې د ژورنالېزم اخلاقي موازينو تصويب، له رسنيو سره د مسووليت منلو په برخه کې ډېره مرسته کوي.

ولسمشر غني ويلي: "موږ نن له يوه غږيز څپرکي تېر شوي يو او په څو غږيزې ټولنې بدل شوي يو، د نظرونو وده چې د ټوليزو رسنيو له ادرسه مطرح کېږي، زموږ د ټولنې د وياړ او غوړېدو لامل ګرځي."

نوموړي ويلي، حکومت وياړي چې د سيمې د هېوادونو خلاف په هېواد کې هېڅ کوم بندي خبريال نه لري.

په پيغام کې راغلي چې د هېواد رسنيو د وروستيو کلونو په اوږدو کې د خبر رسولو او د حکومت له کار نه د څار په سترو ظرفيتونو بدل شوي، د خلکو غږ د رسنيو له لارې حکومت ته رسېدلى او د دولت پيغام هم له دې لارې خلکو ته او نړۍ ته رسېدلى دى.

غني ويلي چې حکومت د رسنيو د څېړنيزو راپورونو منځپانګه په کره ډول تقعيبوي  او دا راپورونه به د فساد سره د مبارزې په نوي بنسټ کې وڅېړل شي.

ولسمشر په خپل پيغام کې له رسنيو غوښتي چې د خپلو توليداتو د منځپانګې د توليد په کيفيت کې ډېره پاملرنه وکړي او په خپلو ټولو توليداتو کې د هېواد د خلکو لپاره مثبت پيغام چمتو او وړاندې کړي.

د هغه په خبره، رسنۍ په مثبتو پيغامونو سره کولى شي په ټولنه او د خلکو په ژوند کې مثبت رول ولوبوي.

غني ويلي چې مخاطب پېژندنه بايد په هېواد کې د رسنيو د خپرونو او د توليد له تر ټولو مهمو اصولو وي، څو څرګنده شي چې پروګرامونه په کوم چاپېريال کې د کوم مخاطب لپاره چمتو کېږي، د دې پروګرامونو اغېزې او پيغامونه څه کولى شي.

نوموړي په خپل پيغام کې يو ځل بيا په هېواد کې له رسنيو او د خبريالانو له کار نه ملاتړ کړى دى.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي هم د ژورناليزم د اخلاقي بنسټونو جوړول په هېواد کې د خبريالۍ په ډګر کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

هغه وويل چې د دې اصولنامې په پلي کېدو سره به د هېواد خبريالان مسلکي عمل وکړي، خو بايد په دې اصولنامه کې  د هېواد کلتور، دودونه او ځينې نور حساسيتونه په پام کې ونيول شي.

هغه زياته کړه چې په ټولو هېوادونو کې د ژورناليزم اخلاقي اصولنامې شته، خو تر اوسه په افغانستان کې داسې کومه اصولنامه نه شته.

د هغه په خبره، خپله يې شپږ کاله وړاندې د نورو هېوادونو د اصول نامو ځينې موارد راټول کړي او ژباړلي او د کابل پوهنتون ژورناليزم پوهنځي کې يې تدريسوي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار ادارې مشر صديق الله توحيدي د ژورناليزم اخلاقي موازينو د مسودې په اړه وويل چې نشتوالى يې يوه عمده ننګونه وه، په همدې سبب په ډېرى رسنيو نيوکه کېدله.

د هغه په خبره، د اشخاصو او افرادو په خصوصي حوزه کې لاسوهنه نه کول، له افترا نه مخنيوى او د مخاطبانو پر وړاندې ځواب ويل د دې موازينو له مهمو مواردو څخه دي.

توحيدي زياته کړه چې د ژورناليزم اخلاقي موازينو پلي کول چې ټاکل شوې نن ورځ يې مسوده په دې ناسته کې تصويب شي، د افغانستان د رسنيو فدراسيون به څارنه وکړي، د رسنيو او خبريالانو  د سرغړونې په صورت کې به له پوښتنې سره مخ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور