منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تر معيوبېدو وروسته ملګرو پرېښودم

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ٥ غبرګولي ٩٥): د ماين په يوه چاودنه کې معيوب شوى ٢٤ کلن ځوان عبدالهادي غمزده وايي چې تر معيوبيت وروسته پخواني ملګرو ورسره ناسته ولاړه پرېښوده.

عبدالهادي پنځه کاله مخکې په ترينکوت ښار کې د يوې چاودنې له امله خپل لاس او دوې پښې په داسې حال کې له لاسه ورکړې چې هغه مهال د سيدالخان لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى و.

عبدالهادي وايي چې د کورنۍ مشر زوى دى، درې نور کشران وروڼه هم لري چې اوسمهال په ښوونځي کې زده کړې کوي.

عبدالهادي چې تر چاودنې او معيوبيت مخکې يې تخلص مختار و، اوس يې پر ځان غمزده تخلص ايښى دى.

ده زياته کړه: ((اوس د مختار تخلص د ځان لپاره برابر نه ګڼم.))

ده پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: ((کله چې روغ وم، د واليبال پياوړى لوبغاړى وم، خو اوس له هر څه پاتې يم؛ ځکه مې تخلص هم غمزده کړ.))

عبدالهادي وايي، پنځه کاله مخکې د پنجشنبې په ورځ له ښوونځي تر رخصتۍ وروسته يې غوښتل د ماما کور ته ولاړ شي او د جمعې رخصتي هلته تېره کړي.

هغه وايي چې د ماما کور يې د ترينکوټ ښار اړوند د بلوڅي په ساحه کې دی، د اوړي موسم و، د غرمې په دوولسو بجو د ماما کور ته ورسېد.

غمزده وويل چې د غرمې تر ډوډۍ خوړلو او ويده کېدو وروسته مازديګر مهال د ماما کور مخې ته د هغه دوکان ته ولاړ.

ده زياته کړه: ((په دوکان کې مې درې ماماګان او د ملي اردو ځيني سرتېري ناست وو، ما هم د دوکان په يوه څنډه کې ډډه ووهله، څو شېبې نه وې تېرې چې ناڅاپه يوه قوي چاودنه وشوه.))

غمزده وايي چې په ياده چاودنه کې يې درې ماماګان او د ملي اردو څو سرتېر ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

د هغه په وينا، تر پېښې وروسته د بهرنيانو چورلکې راغلې او نور ټپيان يې د بهرنيو ځواکونو پوځي روغتون ته ولېږدول.

عبدالهادي وويل چې په روغتون کې يې ترې دواړه پېښې پرې کړې وې او د نورې درملنې لپاره يې د بګرام هوايي ډګر ته ولېږه.

ده زياته کړه: ((تر ١٥ ورځو پورې بې هوښه وم، بيا د بګرام په روغتون کې په هوښ راغلم، زه لا پوه نه وم چې پښې يې راڅخه پرې کړې وې، ما هڅه وکوله چې ودرېږم او قدم واخلم چې پښو ته مې پام شو.))

د هغه په وينا، له پېښې وروسته د څو ورځو لپاره يې کورنۍ د ده له مرګ او ژونده خبر نه وه، کله به ورته ويل کېدل چې وژل شوى او کله به يې ويل چې ټپي دى.

غمزده وايي چې دوه پښې، چپ لاس يې پرې شوي او د بدن نورې برخې يې هم ټپي شوې وې، خو تر درملنې وروسته ښه شوي.

هغه زياتوي: ((تر يادې پېښې وروسته هر څه بدل شول، پلى تګ مې نه شو کولى، د بل د لاس محتاج شوم، پخوانيو ملګرو پرېښودم، له ښوونځي پاتې شوم او د ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم.))

خو عبدالهادي وويل چې د کورنۍ غړي يې تل ډاډ او احساس ورکوي چې لا هم د پخوا په څېر ورته ګران دى.

نوموړى وايي: ((مصنوعي پښې راته جوړې شي، کورنۍ ډاډ راکوي چې اوس هم ښوونځي ته تللى شم او د ژوند نور کارونه هم کولى شم خو اوس هېڅ هم د پخوا په څېر نه دي پاتې.))

د هغه په وينا، تر معيوبيت مخکې ډېرو خپلوانو غوښتل چې دوستي ورسره وکړي، او پلار ته يې ويل، چې غواړي عبدالهادي خپل زوم کړي، خو تر معيوبېدو وروسته چا ورسره د کوژدې په اړه خبره نه ده کړې.

غمزده وايي: ((ځيني وخت غواړم چې خپلو مشرانو ته د کوژدې په اړه ووايم، خو د ويلو جرئت نه شم کولى.))

ده زياته کړه، څو پورې به د خپل پلار ګټې ته ناست وي، د ژوند هره شېبه ورته تکليف ورکوونکې ده.

عبدالهادي وايي چې ځينو پخوانيو ملګرو ورسره ناسته ولاړه پرېيښې، خو زياتوي چې اوس يې ځيني نوي ملګري پيدا کړي او هغوى ورته د يوازېتوب احساس نه ورکوي.

د هغه په وينا، تر پېښې وروسته دولت ورسره هېڅ ډول ځانګړې مرسته نه ده کړې خو د کار ټولنيزو چارو رياست کې يې ځان ثبت کړى او هغوى ورسره هغه ډول مرسته کوي چې له نورو معيوبينو سره يې کوي.

ده زياته کړه: ((زه سږ کال له ښوونځي فارغ شوم، خو پخواني ټولګيوال يې اوس په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه