کابل(پژواک، ٧غبرګولى ٩٥): د کابل ښار د هوتخېلو سيمې له شاوخوا درې زرو کورنيو ډېرى هغو له پنځو کلونو راهيسې د برېښنا د لګښت ميليونونه افغانۍ نه دي تحويل کړې او يو شمېر کورنۍ يې د ميتر له لرلو پرته له برېښنا ګټه اخلي.
د برېښنا شرکت دا ستونزه مني او زور واکي ددې ستونزې عمده لامل بولي، خو وايي چې له ځايي خلکو سره د مشورې له لارې يې ددې ستونزې د حل لپاره کار پيل کړى دى.
د ميليونونو افغانيو نه ورکړه
د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې ددې سيمو خلکو د برېښنا ميليونونه افغانۍ بېل نه دى ورکړى او د برېښنا په ځينو ستنو بې ميتره صندوقونه لګېدلي، ځکه چې په دې سيمه کې خلک له ميتر پرته برېښنا کارولى شي.
د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند د هوتخېلو ولسي شورا مرستيال فريد هوتخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هوتخېلو په الف او ب ساحو کې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي چې له ډلې يې ٢٠٠٠ فاميليونه ميتر لري او زر نور يې له ميتر پرته په غير قانوني ډول د ((چنګک)) له لارې برېښنا کارکوي.
له ميتر لګولو پرته په خپلسري ډول د برېښنا مزي نښلول په عمومي مزي کې د چنګک اچولو له لارې تر سره کېږي.
د فريد په خبره، پنځه کاله وړاندې د هوتخېلو د دواړو برخو لګښت د ميتر د يوې دورې( دوه مياشتې) له حسابه ٦٠٠ نه تر ٧٠٠ زره افغانيو پورې رسېده، خو اوس يې شايد بدلون کړى وي.
د هوتخېلو د ولسي شورا د مرستيال مشر د وړاندې کړو شمېرو په پام کې نيولو سره د پنځو کلونو د برېښنا اټکليز لګښت ١٩.٥ ميليون افغانۍ کېږي چې د زر نورو کوروينو د برېښنا د اټکليز لګښت سره چې له ميتر پرته يې برېښنا کارولې، په ټوليز ډول څه بانېد ٢٩ ميليونو افغانيو ته رسېږي.
د کابل د برېښنا شرکت مشر محمد نسيم ګنجي په داسې حال کې چې د يادې سيمې اوسېدونکو ته د برېښناد لګښت د بېل نه ورکول مني، خو وايي چې د هر کورنۍ د بېل پيسې توپير لري او نه شي کولى چې اټکل يې وکړي.
څوک ملامت دي؟
فرد هوتخېل وايي چې برېښنا شرکت پړ دى، ځکه چې ددې سيمې د خلکو د برېښنا د لګښت بېلونه يې نه دي ورکړي.
هغه وايي چې په هوتخېلو کې برېښنا شته، خو د برېښنا د لګښتونو نظام نه لري او شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د سيمې ډېرى خلکو ته د برېښنا بېلونه نه دي ورغلي.
نوموړي زياته کړه:(( زموږ سيستم جوړ نه دى، بل مو سم نه راځي، خپل بېل څنګه تحويل کړو، يا د بل کس بېل تحويل کړو.))
هغه زياته کړه چې پنځه کاله وړاندې د برېښنا شرکت مامورينو د يوې سيمې بېلونه بلې سيمې ته سپارل، يا به په ځينو بېلونو کې د پېرونکي نوم د پلار له نوم سره مطابقت نه درلود.
د هغه په خبره، د هوتخېلو د ځينو سيمو د خلکو د برېښنا بېلونه له پنځو کلونو وروسته اوس اوس( د روان کال د غويي مياشتې وروستيو کې) راغلى، خو اوس خلک د بېل د ورکړې توان نه لري، ځکه چې د ډېرى کورونو د برېښنا بېل له سل زره افغانيو هم ډېر دى.
په ورته وخت کې د هوتخېلو د سليمان خېل کلي اوسېدونکى نصير احمد وايي، تر څو چې د برېښنا شرکت د پېرونکو لګښت د کتابچې په بڼه وو، ددې سيمې خلکو هم په منظم ډول د بېل پيسې په وخت تصفيه کولې.
هغه وويل، په دقيق ډول نه پوهېږي چې کوم کال کتابچه په بېل بدله شوې ده.
د هغه په خبره، د کتابچې پر ځاى د بېل رامنځته کولو سره د دوه مياشتنيو پنځو دورو بېلونه په وخت سره راتلل او خلکو هم خپل حسابونه په وخت سره پاکول، خو وروسته بيا تر اوسه پورې نږدې پنځه کاله تېرېږي، برېښناکوټ ته له نږدې ځينو کورنيو پرته بېلونه نه دي چاپ شوي د خلکو په واک کې نه دي ورکړل شوي.
هغه وويل له پنځو کلونو راهيسې خلک برېښنا لګوي، خو پيسې نه تحويلوي.
نوموړي زياته کړه:(( څو ځله مو د برېښنا شرکت ته مراجعه وکړه چې بېل مو ولې نه راځي، خو ځواب يې منفي و او ويل يې چې بېلونه مو نه دي چاپ شوي، په بله دوره کې به درشي.))
هغه وويل چې د برېښنا شرکت نوي مشرتابه ژمنه کړې چې د تېرو څلو کلونو بېلونه چاپوي او د پخواني حسابونو له پاکولو وروسته به د برېښنا بېلونه په منظم ډول راځي.
د هغه په خبره، د برېښنا شبکه به تېرو کلونو کې تر دې کچې خرابه شوې ده چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره حتى يو برقي هم نشته او هر وخت چې ستونزې را پېښه شي، هر څوک خپله په برېښنا کې ګوتې وهي.
د هوتخېلو بل اوسېدونکي حاجي محمد رفيق هم وويل چې په دې سيمه کې د برېښنا ستونزې له حده زياتې دي او څو ځله يې د برېښنا بېل د نه رسېدو له امله شکايت وکړ، خو هېڅ ګټه يې ونه کړه.
د هغه په خبره، کله چې د برېښنا د مامور له لوري د برېښنا لګښت په وخت سره په کتابچه کې رسول کېدلو، نو خلکو هم په وخت او منظم ډول د خپل بېل پيسې ورکولې، خو وروسته چې بېل بدل شو، د خلکو ستونزې هم ورسره زياتې شوې.
هغه وويل، په هوتخېلو کې د برېښنا هېڅ کوم مامور نه شته چې خلک خپله ستونزه ورسره شريکه کړي، برقي( د برېښنا مامور) کلونه وړاندې د خلکو بېلونه راوړل، خو په يوه هټۍ کې به يې اېښودل او چاته به يې نه تسليمول، تر دې چې بېلونه به ورک شول.
د هغه په خبره، کله چې د برېښنا رياست ته مراجعه وکړو، د شرکت مامورين د برېښنا د ستونزې حل له نن نه سبا ته پرېږدي او سړى د موضوع له تعقيبولو زړه ماتې شي.
محمد رفيق زياته کړه چې د برېښنا د لګښت بېل ورته له ١٣٩١ کال نه را په دې خوا نه دى راغلى، اوس که راهم شي نو په يو ځل يې د ور کولو وس نه لري.
نوموړي له برېښنا شرکت وغوښتل چې د پخوا په څېر هر پېروونکي ته تر دروازې پورې بېل ورسوي، څو د دولت پيسې حصول شي.
په ورته وخت کې د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې د هوتخېلو په ساحه کې د برېښنا د جريان له اړخه ستونزې شته او هر وخت چې ددې شرکت کارکوونکي د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ورتلل، د کنځلو او وهلو سره مخ کېدل او د برېښنا د لګښت تحويلي هم په سمه بڼه نه ده.
نوموړي زياته کړه:((په هوتخېلو کې ځينې دوستان شکايت کوي بېل نه ورسېږي، خو کله چې يو شخص له ميتر او برېښنا په سم ډول کار وانه خلي او د ميتر قيد نه وي، طبيعي ده چې بېل نه ورکول کېږي.))
د هغه په خبره، ددې سيمې خلکو له برېښنا شرکت غوښتنه کوله چې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د خلکو له پورونو تېر شي او له سره حاضردي چې د برېښنا بېل ورکړي، خو برېښنا شرکت دې ته په پام سره چې کله ميتر نه وي، خلک بې رويه برېښنا لګوي، لوړه بيه يې په پام کې ونيوله او د هوتخېلو د يوې برخې بېلونه يې چاپ کړي دي.
د کابل د برېښنا مشر محمد نسيم ګنجي په دې اړه چې ولې د پنځو کلونو په ترڅ کې د هوتخېلو د خلکو د برېښنا بېلونه نه دي صادر شوي؟ وويل کله چې يو کس له ميتره ګټه وانه خلي، د ګردش ميتر ونه لري او له چنګکي برېښنا کار واخلي، نو څنګه بېل ورکړل شي.
نوموړي هم د برېښنا لګښت په برخه کې د هوتخېلو خلکو د پورونو په اړه څه ونه ويل.
له برېښنا ناقانونه ګټه اخيستنه
د هوتخېلو يو اوسېدونکى نصير احمد وايي:((په هوتخېلو کې يو شمېر نوي کورونه جوړ شوي او برېښنا ددې په سبب چې په شبکه زور دى، د ميتر د لګولو امر نه ورکوي او خلک اړ دي چې له چنګکي برېښنا په غير قانوني ډول کار واخلي.))
د کابل د هوتخېلو يوه بل عمرخوړلي حاجي محمد طاهر چې خپلې ځمکې يې په واټر پمپ اوبه کولې، وويل چې د خلکو اساسي ستونزه په دې کلي کې کورونو ته د ميترونو نه ورکړه ده.
هغه زياته کړه:((د هوتخېلو سيمه ډېره ستره ده، زيات خلک يې ميتر نه لري، خو له برېښنا ګټه اخلي.))
د هوتخېلو بل اوسېدونکي حاجي محمد رفيق وويل:((له چنګکي برېښنا ګټه اخيستل قطعا حرامه ده، خو خلک اړ دي چې کار ترې واخلي، د هوتخېلو ولسي شورا څو ځله چنګکونه را ټول کړل، خو خلکو بېرته اچولي دي.))
د سيمې يوبل اوسېدونکي محمد يونس وويل چې په هوتخېلو کې ډېرو هغو خلکو ته چې نوي کورونه يې جوړ کړي، د ميتر لګولو امر نه ورکول کېږي، هغوى اړ کېږي چې له چنګکي برېښنا کار واخلي.
د نوموړي په خبره، اړتيا ده چې د هوتخېلو په سيمه کې د خلکو د ستونزې د حل لپاره يو بل ترانسفرمر هم ولګول شي، څو خلک وکولى شي چې ميتر ولګوي او له قانوني برېښنا ګټه واخلي.
د هوتخېلو اوسېدونکى وحيدالله ادعا کوي چې د چنګکي برېښنا نه د ګټه اخيستلو په برخه کې د برېښنا شرکت کارکوونکي ملامت دي، ځکه چې هغوى د ٥٠ افغانيو په اخيستلو سره خلکو ته ور زده کړي چې څنګه له چنګک څخه کار واخلي، دلته ډېرى خلک له چنګک څخه کار اخلي.
هغه وويل:(( موږ له برقيانو په تنګ شوي يو، کله چې زموږ برېښنا خرابه شي، يو پنځوسى اخلي او هغه ترو( مستقيم) کوي، څوک چې زموږ چنګک وويني، هغوى هم برقي ته پيسې ورکوي او چنګک اچوي.))
په کابل کې د برېښنا شرکت مشر محمد نسيم ګنجي وايي:((د کابل د هوتخېلو په ساحه کې يوه اندازه ستونزې شته، خلک همکاري نه کوي، ډېر ځله برېښنا ته مخامخ چنګک ور اچوي، ساحې ته د برېښنا د کارکوونکو د ورتګ مخنيوى کوي، کارکوونکي مو وهي ډبوي او کله کله يې د لنډ وخت لپاره نيسي.))
هغه وويل چې څو ځله د هوتخېلو برېښنا د ستونزې په حل کې يې له حوزې او قوماندانۍ د همکارۍ غوښتنه کړې، خو هېڅ کار هم نه دى شوى.
نوموړي زياته کړه:((په وروستي ځل چې موږ ساحې ته د پاک کارۍ او اصلاحاتو لپاره لاړو، د حوزې سرتېري موجود وو، کله چې خلکو يرغل وکړ، موږ ته يې وويل چې ځانونه وباسئ، موږ ستاسې لپاره کوم کار نه شو کولى... پر هغوى د حوزې او حتى قوماندانۍ زور هم نه رسېږي.))
ګنجى وايي چې يو ځل د برېښنا د بې رويه کارونې په سبب د برېښنا شرکت ترانسفارمرونه وسوځېدل او د ترميم اقدام يې ونه شو، خو امنيتي چارواکو له برېښنا شرکت څخه وغوښتل چې که هر څنګه وي د سيمې برېښنا دې وصل کړي، ځکه چې خلک د لويې لارې امنيت له ستونزې سره مخ کوي.
خو دکابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس سمونوال فريدون عبيدي وايي چې دا يوه ټولنيزه ستونزه ده او حل يې د برېښنا شرکت مکلفيت دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










