کابل (پژواک،٨ غبرګولى ٩٥): يو افغان ديپلوماټ چې امريکا متحده ايالاتو کې دافغانستان سفارت کې کار کوي، په داسې حال کې له معاش او ديپلوماتيکو امتيازونو څخه ګټه اخلي چې د امريکا اقامت کارت هم لري.
افغان ديپلوماټ فايق واحدي، نهه مياشتې مخکې امريکا کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتو د مسوول په توګه معرفى شوى دى.
دا اسناد ښيي چې واحدي هره مياشت د معاش په نوم ٥١٩٠ امريکايي ډالره او ٢٢٠٠ډالره د کورکرايې په توګه په ياد هېواد کې د افغانستان سفارت له لوري په داسې حال کې ترلاسه کوي چې د امريکا متحده ايالاتو ګرين کارت( د استوګنې او کار جواز) هم لري.
په ورته وخت کې په دې مسايلو پوه يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، واحدي په داسې حال کې دا امتيازات ترلاسه کوي چې د سفارت يو سيمه ييز کارکوونکى بايد له ٢٠٠٠- ٢٦٠٠ امريکايي ډالرو تنخواه ولري؛ ځکه کوم کس چې د ياد هېواد ګرين کارت او يا تابعيت ولري، سيمه ييز کارکوونکى بلل کېږي او نه شي کولى چې د لوړ معاش او کور کرايې په څېر له ديپلوماتيکو امتيازاتو څخه ګټه واخلي.
دې سرچينې يادونه وکړه چې د امريکا ګرين کارت تر لاسه کول دا ښيي چې واحدي افغانستان ته ژمن نه دى، ځکه د امريکا پاسپورټ غواړي او افغانستان ته د بېرته راتلو هوډ نه لري.
نوموړي زياته کړه چې له دې امله د افغان دولت له لوري د ديپلوماټ په توګه پر واحدي پانګونه، بې ګټې ده.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد شهلا فريد وويل، په ديپلوماتيک ډګر کې هغه څوک کولى شي چې له هېواد څخه بهر د افغانستان په سفارتونو کې کار وکړي چې يواځې افغاني تابعيت ولري.
نوموړې زياته کړه، څوک چې د کوم بل هېواد ګرين کارت ولري، د " حتمي تابعيت" په معنا نه دى، ځکه ښايي تابعيت ورکړي او يا يې ور نه کړي.
هغې زياته کړه له حقوقي اړخه، دديپلومات په توګه د ګرين کارت لرونکي کس ګومارل ستونزه نه لري؛ خو " يوه سياسي ستونزه ده" چې بايد داسې و نه شي.
د نوموړې په وينا، که څه هم د يو هېواد تابعيت ترلاسه کول زيات وخت اخلي؛ خو د ګرين کارت درلودل ښيي چې کس د ياد هېواد تابعيت په لټه کې دى او کوم هېواد چې ټاکل شوى تابعيت ورکړي په اړه يې څېړنه کوي.
مېرمن فريد په خواشينۍ سره زياته کړه چې ولسمشر له ديپلوماتانو سره په ليدنه کې ژمنه کړې وه چې د هېواد له نافذو قوانينو سره سم ، له دې وروسته به هيڅوک چې د بل هېواد تابعيت لري افغانستان سفارتونو کې د ديپلومات په توګه و نه ګوماري؛ خو دا کار تر سره کېږي.
د نوموړې په خبره، اوسمهال ځينې خلک د بېلابېلو هېوادونو تابعيت لري چې سفارتونو کې د ديپلوماټ په توګه کار کوي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستيال فرهاد سخي وويل ، که څه هم د يو ديپلوماټ له لوري د تابعيت ترلاسه کول يوه شخصي غوښتنه ده؛ خو د هېواد سياستوال بايد په داسې معاملو لاس پورې نه کړي، ځکه دا کار د هېواد تاريخ کې يو تور داغ دى.
خو فايق واحدي وويل، هر ډول هغه ادعا چې د تابعيت غوښتنې يا د دويم تابعيت د لرلو څرګندويه وي، ناسمه او بې بنسټه ده.
نوموړي زياته کړه:((د پاسپورټ کاپي او د امريکا ويزه چې د سفارت د کارکوونکي په توګه مې د کار له پيل وړاندې په کابل کې صادر شوي، په روښانه ډول څرګندوي چې زما تابعيت يا نشنليټي افغان دى او زه د رسمي ماموريت د تر سره کولو لپاره امريکا ته راغلى يم، اصلا دويم تابعيت اخيستلو ته هېڅ اړتيا نه لرم، ځکه چې په دې هېواد کې د اقامت اجازه ليک لرم.))
واحدي په ډاګه کړه چې د خپل ماموريت دورې له پاى ته رسولو وروسته بېرته د حکومت د يوه مامور په توګه افغانستان ته ستنېږي، د خپلو خلکو او هېواد خدمت ته دوام ورکوي.
د هغه په خبره، کورنۍ يې په سفارت کې له تقرر وړاندې هم په امريکا کې ژوند کاوه، هلته د ژوند لپاره ټول اړين اسناد لري او خپله ده هم پر دې پوست له مقررېدو وړاندې په امريکا کې د اقامت اجازه ليک درلود.
هغه وويل چې له ديپلوماتيکو اميتازاتو نه برخمن دى او دا حق يې د نورو ديپلوماتانو په څېر دى.
نوموړي زياته کړه:((غواړم ددې پخلى وکړم چې په وياړ سره يو افغان يم، د هېڅ کوم هېواد تابعيت مې نه دى غوښتى او له خپل هېواد سره له سر او ځان نه زياته مينه لرم، انشاءالله چې څه مې په وس کې وي لکه څرنګه مې چې لس کاله د ولسمشرۍ ماڼې کې [د مرستيال وياند] په توګه په جګه غاړه او وياړ سره دنده تر سره کړه، خپل خدمت ته دوام ورکوم.))
هغه په ډاګه کړه چې يواځې د اقامت لرلو اجازه په هېڅ توګه هم د تابعيت د تر لاسه کولو په مانا نه ده او په دې اړه يې د امريکا قوانينو ته په ډاګه ځواب لرلى دى.
هغه وويل چې د تابعيت دغوښتلو لپاره بايد لږ تر لږه په امريکا کې پنځه کاله ژوند وشي.
وحيدي ټينګار وکړ چې د تابعيت غوښتلو موضوع يوه ډېره اوږده پروسه ده چې ځانګړي شرايط لري او د ادارو په تصميم پورې اړه لري چې قبلېږي که نه، داسې نه ده چې که د اقامت سند ولرې، نو په اتوماتيک ډول تابعيت اخلې.
هغه زياته کړه چې د قوانينو له لحاظه، د اقامت اجازه او تابعيت دوه حانګړي حقوقي حالتونه دي چې بايد يو د بل پر ځاى را نه شي.
واحدي زياته کړه چې په متحده ايالاتو کې د تابعيت لپاره غوښتنه يوه اختياري چاره ده، په دې مانا چې يو شخص کولى شي د تابيعت له غوښتنليک پرته يا د اقامت اجازه ليک سره هلته ژوند وکړي.
نوموړي زياته کړه، په هېواد کې ګڼې ستونزې شته، خو ځينې کسان د خلکو پر وړاندې د خپلو مخالفتونو او شخصي عقدو له مخې غواړي چې له هرې ممکنې لارې او وسيلې نه د خپلو عقدو د خلاصولو لپاره کار واخلي.
هغه وويل:((ډاډمن يم چې هڅه کېږي څو کورنۍ شخصيت مې زما رسمي شخصيت ته د زيان رسولو لپاره وکاروي... هيله لرم چې په داسې راپورونو کې ستونزې په عمومي ډول مطرح شي، ځکه چې دا موضوع د يوه فرد له کچې لوړه ده او بايد ددې موضوع حساسيتونه په پام کې ونيول شي.))
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست د فايق واحدي د ديپلوماتيکو امتيازاتو او په متحده ايالاتو کې د استوګنې د ګرين کارت لرلو موضوع څېړي.
دهغه په خبره، هر کله چې شوې ادعا واقعيت ولري او ثابته شي چې فايق له قانوني ستونزې سره مخ دى، دغه رياست د خپلو اړوندو قوانينو د حکم له مخې اړينه پرېکړه کوي او تصميم نيسي.
نوموړي په دې اړه چې که يو شخص د اقامت کارت ولري، ايا کولى شي چې د ديپلوماټ په توکه دنده تر سره کړي که نه؟ څه ونه ويل، خو زياته يې کړه:((که چېرته يو کس په کوربه هېواد کې د هغه هېواد وګړى وي او د کوم بل هېواد لخوا هلته د ديپلوماټ په توګه استول کېږي، له يوې خوا د هغه هېواد د وګړي په توګه له قانون سم سره سم بايد ماليات ورکړي او بلخوا ددې لپاره چې د ديپلوماټ په توګه معرفي شوى، له ديپلوماتيکو امتيازاتو برخمن دى چې دا دواړه څيزونه يو له بل سره متضاد دي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










