کابل (پژواک، ۹ غبرګولى۹۵): د لر او بر ځينو مشرانو د پښتنو پر سيمو روانه جګړه د دوی د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل وباله او ويې ويل، ترڅو چې پښتانه سره يو موټى نه شي، تر دې به لا هم وکړېږي او نابود به شي.
يادو مشرانو دغه څرګندونې د غبرګولي د نهمې د پښتو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې کابل کې وکړې.
د ملي ثبات د ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل په دې غونډه کې چې پښتو د يوه مېړني قوم وياړلې ژبه ده چې د نړۍ په تاريخ کې يې د هېڅ ښکېلاک پر وړاندې سر نه دی ټيټ کړی، خو اوس دغه قوم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
امرخېل زياته کړه: "نن د پښتو ورځ ده، ما ويل چې زرګونو پښتنو به په کې ګډون کړی وي، دولتي چارواکي به راشي او دغه وياړلې ژبه به په لوی شان او شوکت سره ونمانځل شي، خو له بده مرغه چې ما هېڅ دولتي لوړپوړی چارواکی ونه ليد."
دی وايي، له تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو يواځې د پښتنو پر سيمو په قصدي ډول جګړه تپل شوې، له زده کړو، ښوونې، پرمختګ او نورو ګڼو لاسته راوړنو څخه محروم ساتل شوي دي.
نوموړي ناستو قومي مشرانو او ځوانانو ته خطاب کې وويل: "ډېر د افسوس ځای دی، نن چې د واک په ګدۍ ناست دي، زموږ د رايو په زور راغلي، خو نن چې واک ته ورسېدل، زموږ په کيسه کې هم نه دي؛ لا نور مو د اور لمبو ته راکاږي."
امرخېل زياته کړه، که څه هم پښتنو د نړۍ زبرځواکونه د تورې او مېړانې په زور په ګونډو کړي، خو د ژبې د پرمختګ په برخه کې ورسره جفا شوې او تل يې ژبه او حقوق تر پښو لاندې کړای شوي دي.
د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند هم د پښتنو پر سيمو روانه جګړه د هغوی د وروسته پاتې کېدو لامل وباله او زياته يې کړه: "هى پښتنو! د خدای لپاره؛ ښه ورته ځير شئ، د دايکنډي له ولايت نه يواځې د کابل پوهنتون ته ۳۰۰ کسان په لوړو نومرو بريالي شوي، خو له لويې پکتيا، لوی کندهار او لوی ننګرهار څخه ټول لوړو زده کړو ته ۳۰۰ تنه نه دي بريالي شوي."
هغه زياته کړه، د پښتو ورځ يواځې په غونډو او ناستو کې د شعارونو تر کچې نمانځل کېږي، خو هېچا ورته خدمت نه دی کړی.
ځلاند وويل: "پښتو اوس د ارګ ژبه نه ده، پښتو د پلچرخي د زندان ژبه ده؛ پښتو د ښوونځي ژبه نه ده، د ګوانتانامو د زندان ژبه ده؛ او پښتو د پوهنتون ژبه نه د بګرام د زندان ژبه ده؛ هر چېرې چې وګورې، پښتون په يو او بل نوم په زندان کې اچول شوى، نو هغه وخت پښتو نمانځل کېدای شي چې په دې زندانونو کې د پښتنو دوسيې وڅېړل شي."
د کوزې پښتونخوا د وزيرستان د کورمې د سيمې قومي مشر امتياز وزير هم په نننۍ ناسته کې د لر او بر پښتنو پر روانو ستونزو اندېښنه وښوده او زياته يې کړه: "پښتو هم د پښتنو ژبه ده او هم يې د ارزښتونو ټولګه ده، خو اوس پښتانه هغه يواځينی قوم هم دی چې په خپل هېواد او خپل کور کې يې ژبه محکومه ده."
هغه زياته کړه، پښتنو ته داسې احساس ورکړ شوی، که چېرې په خپله ژبه خبرې وکړي، نو ښايي متعصب او فاشېست وبلل شي، خو دې ته نه ګوري چې د نړۍ ټول ولسونه په خپلو مورنيو ژبو خبرې کوي.
دی وايي، په لر او بر کې پښتانه جګړو او نفاق ځپلي او له ګڼو ستونزو سره يې مخامخ کړي، خو ترڅو چې پښتانه سره يو موټى نه شي او په خپلو کې يووالى رامنځته نه کړي، دغه اکثريت قوم به تردې هم په اقليت بدل شي.
وزير وايي: "د پښتو د ورځې نمانځل بايد په دې معنا وي چې هم پښتو ووايو، هم پرې ليکل وکړو، هم د پښتو د ودې لپاره به هڅې کوو او پښتو نړيوالو ته ور وپېژنو."
د دې ناستې په پاى کې د پښتنو د کلتور او مشرانو د انځورونو نندارتون هم نندارې ته وړاندې شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










