جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار والي په دغه ولايت کې د پژواک د خبريال زيرک فهيم د ستاينغونډې پر مهال وويل چې پژواک معتبره اداره ده او رسنيز فعاليتونه يې د توجه وړ دي.
ياده ستاينغونډه پرون شپه د ننګرهار د فرهنګيانو او ژورنالېستانو له لوري جوړه شوې وه چې په کې د ننګرهار والي، د ولايتي شورا غړو او ځينو سيمه ييزو چارواکو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د ولسمشر د هغې پرېکړې هرکلی وشو چې د پژواک خبريال ته يې د غازي وزير محمد اکبر خان مډال ورکړی دی.
تېره مياشت د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ، ولسمشر غني د افغانستان اوو خبريالانو ته د غوره ژورنالېستانو په پار مډالونه ورکړل.
په دې ترڅ کې د پژواک خبريال زيرک فهيم ته هم د غازي وزير محمد اکبرخان مډال ورکړل شو.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په ياده ستاينغونډه کې له پژواک خبري اژانس او ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د دغه مډال لپاره يې د ننګرهار ولايت يو خبريال غور کړی و.
والي وويل: ((پژواک معتبره اداره ده، په ننګرهار او نورو ولايتونو کې يې رسنيز فعاليتونه د توجه وړ دي، موږ يادې ادارې ته مبارکي وايو چې خبريال يې غوره عالي دولتي مډال ترلاسه کړ.))
د ننګرهار والي په خپلو خبرو کې له ژورنالېستانو سره په همکارۍ ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې د معلوماتو په لاسرسي کې ورسره مرسته کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد په خپلو خبرو کې وويل: ((دا مډال د ټول مشرقي خبريالانو پورې اړه لري، موږ پرې وياړو، د ګټلو له امله يې د پژواک مشرتابه ته مبارکي وايو.))
هغه په خپلو خبرو کې د پژواک د خبريال زيرک فهيم ستاينه وکړه چې په پوره دقت سره د ننګرهار خبرونه خپروي او راپورونه يې تاثر لرونکي دي.
په دې غونډه کې ځينو مدني فعالانو، د ننګرهار پوهنتون استادانو، ليکوالو او ژورنالېستانو په خپلو خبرو او خاطرو کې د زيرک فهيم د خدمتونو ستاينه وکړه.
د غونډې په وروستۍ کې د پژواک خبريال زيرک فهيم وويل: ((زه لومړی له خپلې ادارې (پژواک خبري اژانس) څخه ډېره مننه کوم چې زه يې د دې ايوارډ لپاره غور کړم او وروسته له ولسمشرۍ ماڼۍ چې دا ستر وياړ يې راکړ.))
ده زياته کړه، پژواک اژانس به تر دې وروسته هم هڅه کوي چې په بې پرې توګه د سيمې خبرونه تر پوښښ لاندې راولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










