هرات (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٥): کابل کې د اندونېزيا مېشت سفير وايي، نږدې راتلونکي کې به په بېلابېلو برخو کې د علمي کچې د لوړولو په موخه د هرات پوهنتون او د اندونيزيا پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کړي.
کابل کې د اندونيزيا سفير انصاري تاج الدين، نن هرات ولايت ته سفر وکړ او د هرات پوهنتون له چارواکو سره يې د دې پوهنتون او د اندونيزيايي پوهنتونونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د علمي، فرهنګي او تخنيکي اړيکو ټينګولو په اړه خبرې اترې وکړې.
په هغې خبرپاڼه کې چې د هرات پوهنتون له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، ويل شوي چې په دې غونډه کې په دې موضوع ټينګار وشو چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات پوهنتون او د اندونيزيا د پېژندل شوو پوهنتونونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شي.
سرچينې زياته کړې: "د ياد هوکړه ليک له لاسليک څخه موخه د اندونيزيا له پوهنتونونو سره په هوکړه د هرات پوهنتون د استادانو ظرفيت لوړول دي، څو د ماسټرۍ او دوکتورا کچې ته ورسيږي."
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د اندونيزيا سفير د هر اړخيزه همکاريو د اعلان ترڅنګ ويلي، د اندونيزيا او افغانستان تر منځ علمي او اکاډميکې اړيکې له ٢٠١٤ زېږديز کال راهيسې پيل شوې او هر کال ٨ کسان د وړتيا او لياقت له مخې، د اندونيزيا پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې جذبيږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اندونيزيا سفير دغه راز ژمنه کړې، چې د استادانو، محصلينو، د درسي نصاب پراختيا او د فکرونو د تبادلې، د نړيوالو مقالو د خپرولو او علمي کچې لوړولو په برخو کې به د اندونيزيا پوهنتونونو د همکارۍ زمينه لا ډېره مساعد کړي.
د هرات پوهنتون سرپرست عبدالله فايز په دغې ناسته کې د هرات پوهنتون د تدريسي، علمي او اکاډميکو وسايلو په اړه خبرې وکړې او له ملي او نړيوالو علمي او اکاډميکو بنسټونو سره د اړيکو د ټينګښت غوښتنه وکړه.
د هرات پوهنتون د ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځي سرپرستې سهيلا عرفاني پژواک ته وويل، په دغې ناسته کې وپتېيل شوه، څو د اندونيزيا له معتبرو پوهنتونونو سره د دغه پوهنتون د ژورنالېزم، حقوقو او شرعياتو پوهنځيو تر منځ علمي قراردادونه لاسليک شي.
مېرمن عرفاني دغه راز وويل، د هرات په پوهنتون کې د ايډيټوريم جوړول هم له دغو وړانديزونو څخه و، چې په اړه يې د اندونيزيا له سفير سره پرې خبرې وشوې او هغه ژمنه وکړه، چې د دغه پوهنتون د تحصيلي بورسونو او د کاريکولم چمتو کولو په برخه کې به مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










