منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د ښځو يوه ځانګړې ټولنه پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

 کابل (پژواک،١١ غبرګولى ٩٥): په لومړي ځل د نجونو او ښځو يوه ځانګړې ټولنه چې له وړکتون څخه تر پوهنتون پورې د زده کړو امکان د خصوصي سکتور له لوري په کې برابرشوى، کابل کې پرانيستل شوه.

هغه مراسم چې نن په دې مناسبت د کابل ښار پنځمې ناحيې د افشارو سيمه کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ مېرمنې په ګډون د  يو شمېر چارواکو، د پوهنې او لوړو زده کړو وزيرانو په کې برخه اخيستې وه.

 د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني وويل چې د "مورا" تعليمي او تحصيلي ټولنه هېواد کې د ښځو پرمختګ په برخه کې مهمه لاس ته راوړنه ده.

هغې زياته کړه:" ځينې کورنۍ خپلو نجونو ته په تعليمي مرکزونو کې د زده کړو اجازه نه ورکوي او ددې ټولنې رامنځ ته کول د ښځو  لپاره يوه ښه موکه ګڼل کېږي."

 مېرمن غني زياته کړه چې نجونې اوسمهال هېواد کې په ډېرو سختو شرايطو کې زده کړې کوي او بايد له هرې موکې څخه ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند هم ددې مرکز له رامنځ کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وويل چې د ښځو د  پوهې وړتيا لوړولو په برخه کې يو ګټور ګام دى.

 هغې د معياري تعليم او زده کړې پراهميت په ځانګړې توګه خصوصي لوړو زده کړو موسساتو کې د ټينګار تر څنګ وويل چې بايد خدمتونه يې سم او معياري شي.

د لوړو زده کړو وزېرې وويل :" دا وزارت خصوصي لوړو زده کړو موسساتو ته د موکې رامنځ ته کولو پلوى دى؛ خو په دې شرط چې دا پوهنتونونه د پوهې او څېړنې محور وګرځي، نه دا چې د مالي ګټو په فکر کې وي."

ددې ټولنې بنسټګر عزيز الله امير پژواک ته وويل چې ياده ټولنه بېلابېلې برخې لکه وړکتون، ښوونځى، انستيتيوت او پوهنتون لري او محصلين کولى شي چې له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته، په مختلفو لکه درمل جوړونه، قابلګي، معالجوي طب، کمپيوټرساينس، اداره او مديريت ،ښوونې او روزنې په برخو کې دې ځاى کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړې وويل ، د نجونو او ښځو  تحصيلي جلا مرکزونو کمښت ته په پام سره، ياده ټولنه د ٨ ميليونو ډالرو په لګښت رامنځ ته شوې څو ددې برخې  ستونزو سره کابل کې مرسته وکړي.

عزيزالله امير وويل چې مورا ټولنه د ١٢ زرو محصلينو او زده کوونکو لپاره رامنځ ته شوې او د ٩٦٠ کسانو لپاره يوه ليليه هم لري چې له کابل څخه د بهر زده کونکو او محصلينو لپاره جوړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې