منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د کليوالي صنايعو نندارتون پرانیستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د کلو بيا رغونې او پراختيا وزارت له لوري د هېواد د کليوالي صنايعو یو اویایم نندارتون په کابل کې پرانيستل شو.

دغه درې ورځينى نندارتون چې نن په بابر بڼ کې جوړ شو، کليوالي پانګه وال چې زياته برخه يې ښځې دي، خپل توليدات لکه غالۍ، ټغر، ښکلاييز توکي او همدارنګه خوراکي توکي او کرنيز شيان نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کلو بيا رغونې او پراختيا وزير نصير احمد دراني وويل چې دغه نندارتون کې د  ننګرهار، پروان، باميانو، بلخ او هرات له ٢٧ ولسواليو نه ١١٠ لويو او کوچنيو پانګه والو ګډون کړى.

د هغه په خبره، دا اقدام د کليوالي توليداتو د ودې، د سيمه ييزې پانګونې د پياوړتيا، د تلپاتې کاري فرصتونو رامنځته کولو، له کليوالي توليداتو سره د ملي او نړيوالو سوداګرو د اشنايۍ، له ښاري بازارونو سره د پانګه والو د اړيکو لپاره تر سره شوى دى.

وزير زياته کړه: ((دغه ټول متشبيثين له کلو راغلي او زموږ له موخو يوه داده چې هغوى سره د نوو مالي سيستمونو ، بېل، بيلانس، حساب ماشين او نورو مواردو سره چې د مالي ظرفيت جوړونې لپاره اړين دي، مرسته وکړو.))

دراني څرګنده کړه چې ددې بهير پياوړتيا کولى شي چې په کليوالي صنايعو کې  د پانګونې له ودې او خودکفايۍ سره مرسته وکړي.

د کلو د بيا رغونې او پراختيا وزارت په خبره، کليوالي ښځې محرومې دي او د لاسي توليداتو په برخه کې د هغوى د فعاليتونو د ودې سره پياوړې کېږي او په کورني چاپېريال کې ډېره ونډه اخلي.

د خورشيد په نوم يوې نجلۍ چې له باميانو يې په  دغه نندارتون کې ګډون کړى و، وويل چې د ٣٠ زره افغانيو د لومړۍ پانګونې له لارې يې د جامو او خوراکي توکو د توليد په برخه کې کوچنۍ سوداګري پيل کړې ده.

خو هغه په ډاګه کړه چې د مناسب بازار نشتوالي په سبب نه ده توانېدلې چې له تمې سره سم پرمختګ وکړي.

د کليوالي تشبثاتو ملي پروګرام (پانګونه) شپږ کاله وړاندې د کلو د بيارغونې او پراختيا  وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوه او تر اوسه پورې د ننګرهار، باميانو، پروان، بلخ او هرات په ٧٤٧ کلو کې عملي شوى دى.

د کلو د بيارغونې او پراختيا وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه له دې لارې ٦٨ زره کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه مساعده شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور