ميدان ښار (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): په ميدان وردګو ولايت کې د مڼې ګل کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه چې له بېلابېلو ولايتونو سلګونه فرهنګيانو، شاعرانو او ځايي چارواکو په کې ګډون کړى و.
مڼې ګل کلنۍ مشاعره له نن نه ١٥ کاله وړاندې د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې په ځايي کچه د يو شمېر اديبانو او فرهنګيانو له خوا رامنځته شوه او هر کال د غويي په مياشت کې ترسره کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني مشاعرې ته په خپل را استولي پيغام کې د فرهنګي او ټولنيزو اړيکو په پراختيا او فرهنګيانو په نږدې کولو کې د دا ډول مشاعرو ونډه مهمه وبلله.
د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني، د ولايتي شورا مشر او د اطلاعاتو کلتور رييس په خپلو ويناوو کې وويل چې فرهنګي فعاليتونه په دې ولايت کې مخينه لري او هڅه کوي چې د دا ډول پروګرامونو له لارې د کلتور او فرهنګي هڅو د غوړېدو لپاره کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ مختار وويل چې مشاعره بايد په غويي مياشت کې ترسره شوې واى، خو ځينې ستونزې د دې سبب شوې چې مشاعره د غبرګولي مياشتې ته وځنډېږي.
هغه زياته کړه چې مڼې ګل په تېرو پنځلسو کلونو کې د شاعرانو د خوښې وړ ګرځېدلې او هېڅکله په کې داسې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې چې د ځينو نورو مشاعرو په څېر د فرهنګيانو ترمنځ د وېشنې او خپګان سبب شي.
له ويناوو وروسته مشاعره د شاعرانو عبدالغفور لېوال، استاد حبيب الله رفېع، انور وفا سمندر او مطيع الله تراب په شعرونو پيل شوه چې له بېلابېلو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو په کې خپل شعرونه وړاندې کړل.
د مشاعرې يوه ګډونوال عصمت الله صالح پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مشاعرې له شعرونو يې خوند اخيستى او له ګڼو نوو شاعرانو سره چې يواځې يې نوم اورېدلی و، له نږدې اشنا شوى دى.
صالح زياته کړه: ((دا ځل د مشاعرې يوه ځانګړتيا د اوه چې ځايي شاعرانو ته په کې زياته ونډه ورکړل شوه، له غږ راډيومخامخ خپرېدله او ښځينه شاعرانوهم په کې ګډون کړى و.))
هغه زياته کړه چې په عمومي ډول د مشاعرې په ډېرو شعرونو کې شعريت او هنريت ته پاملرنه شوې وه، ترنم او ظنزيه شعرونو ته يې هم برخه ورکړل شوې وه او له شعارونو پاکه مشاعره ورته ويلى شم.
د مشاعرې بل ګډونوال او له لوګر ولايت راغلي شاعر وياړ ستانکزي نيوکه وکړه چې په مشاعره کې ډېرو شاعرانو ته نوبت ونه رسېده او يواځې مشهورو شاعرانو ته لومړيتوب ورکړل شوى و.
خو د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر اورنګ مختار وويل چې دا يوه طبيعي ستونزه ده، دوى ددې مشاعرې د تنظيم لپاره يوه څلور کسيزه کمېټه ټاکلې وه چې د شاعرانو شعرونه وګوري او د دريځ ويندويانو ته يې ورکړي.
هغه پژواک ته وويل: ((دا که کوم شاعر پاتې وي، نو لامل يې د شاعرانو ډېر والى دى، وخت کم و او د شاعرانو شمېر له سلو اوښتى و، نو په داسې صورت کې به شايد يو شمېر شاعرانو ته وخت نه وي رسېدلى.))
د دغه ولايت يوه فرهنګي فعال او ليکوال زلمي مايار د مشاعرې د ستاينې ترڅنګ پژواک ته وويل چې شاعرانو اوسني حالت په خپل شعر کې په هنر انداز را نغاړلي وو او ډېر يې ځوانکي شاعران وو چې په دا ډول مشاعرو کې به يې ګډون د لا هڅونې سبب شي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې کلنۍ دوديزې او مناسبتي مشاعرې جوړې شوې چې د کلتوري چارو کار پوهان يې د فرهنګي تجربو د لېږد او د شاعرانو او ادبيانو تر منځ د اړيکو په پراختيا کې مهمې بولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










