کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې په سعودي کې د رمضان د میاشتې د سپوږمۍ لیدل شوې ، په دې اساس دوشنبه په افغانستان کې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان د سترې محکمې ددارالافتا رییس مولوی صدیق الله مسلم د شپې ناوخته د ملی تلویزیون له لارې دغه اعلان وکړ، چې د سعودي سترۍ محکمې دوشنبه روژه اعلان کړې، ځکه نو افغانستان کې هم ددوشنبې په ورځ د روژې لومړي ورځ ده.
تر دې مخکې د هېواد مشهور ستورى پېژندونکى عبدالله کندهارى ویلي وو، چې د ستورو د علم له مخې ډېر امکان شته چې نن تر ماښام وروسته د روژې مياشت وليدل شي او سبا دوشنبې به د روژې لومړۍ ورځ وي.
کندهاري د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روژې مياشتې سپوږمۍ تېره شپه په يوه بجه راختلې او نن د ورځې په اوږدو کې له لمر څخه شا ته پاتې کېږي او ډېر امکان شته چې په افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هند، سعودي، امارات، مراکش او نورو هېوادونو کې وليدل شي.
هغه زياته کړه: ((نن يکشنبې چې د شعبان المعظم مياشتې له ٢٩مې، د غبرګولي له ١٦مې او د جون له ٥ مې سره سمون خوري، ماښام به مياشت وليدل شي او سبا دوشنبې د غبرګولي ١٧مه او د جون په شپږمه به د روژې لومړۍ ورځ وي.))
خو کندهاري وويل چې د افغانستان ستره محکمه به رسمي اعلان د سعودي عربستان تر پرېکړې وروسته کوي.
ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان ستره محکمه نن تر ماښام وروسته د روژې مياشتې د ليدلو په موخه غونډه وکړي.
بلخوا عربي رسنيو هم د ځايي ستورو پېژندونکو په حواله خبر ورکړى چې کېداى شي د دوشنبې په ورځ روژه وي.
عبدالله کندهاری وايي چې نن د افغانستان پر وخت مازديګر ته نږدې به په نيوزيلينډ، اندونيزيا، استراليا، جاپان او ځينو نورو شرقي هېوادونو کې د روژې مياشت وليدل شي.
د عبدالله کندهاري د معلوماتو له مخې، راتلونکې شپه به د کابل پر وخت په دوه بجې او پنځوس دقیقې د پيشلمي وخت پاى ته ورسېږي او د ماښام په ٧ بجو او ١٢ دقيقو به د روژه ماتي وخت وي.
نوموړي دا وړاندوينه هم وکړه چې د روژې مياشت به ٢٩ ورځې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










