Language

د کندهار د ژورناليزم پوهنځي فارغان کار غواړي

کندهار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٥): د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو له پوهنځي څخه ٧٨ تنه محصلين فارغ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې يې بري ليکونه تر لاسه کړل.

په ياد شوي پوهنتون کې د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي له تاسيس راهيسې دا لومړى ځل دى چې له دغه پوهنځي لسګونه محصلين فارغېږي.

يادو شوو محصلينو له دولت څخه د کار غوښتنه کوله.

فراغت غونډه نن مازيګر د کندهار ښار په يوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار پوهنتون د رييس حضرت مير توتاخېل تر څنګ د پوهنتون ګڼو استادانو، محصلينو او ژورناليستانو په کې ګډون کړى وو.

د کندهار پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل وويل، د کندهار پوهنتون په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې د ژورناليزم او عامه اړيکو له پوهنځي ٧٨ محصلين فارغېږي چې ٣ تنې يې نجونې دي.

هغه زياته کړه، د ژورناليزم پوهنځى يې په سختو حالاتو کې راپيل کړ، خو له ښه مرغه اوس دغه پوهنځى راډيو او مطبعه هم لري، خو ډېر ژر به د ټلوېزيون څښتن هم شي.

نوموړي يادونه وکړه، هڅه کوي د ژورناليزم پوهنځي اړوندې رسنۍ په ښه توګه فعالې وساتي، څو د سولې، پوهې او پرمختګ لپاره کار وکړي.

توتاخېل له فارغو محصلينو غوښتنه وکړه چې د مسلکي ژورناليستانو په توګه د خپلې ټولنې سترګې و اوسي او د هغوى د ستونزو د هواري لپاره په معياري توګه کار وکړي.

خو فارغو شوو محصلينو بيا ګيله من ښکارېدل چې ښايي له خپل مسلک سره سمې دندې و نه مومي.

د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي يوه فارغ شوي محصل نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، خوشحاله دى چې د کندهار پوهنتون اړوند د ژورناليزم پوهنځي د لومړۍ دورې له فارغينو دى، خو خپل برخليک ته بيا خپه دى.

ده وويل، په دې وروستيو کې د هېواد په کچه بې کاري ډېره شوې ده، ان د پوهنتون د نورو پوهنځيو فارغينو ته هم کار نه موندل کېږي، نو د ژورناليزم د پوهنځي فارغين خو به بېخي په اسانۍ کار و نه موندلاى شي.

د ده په خبره، دا سمه ده چې د هېواد په هر ولايت کې رسنۍ شته، خو ډېرې يې له مالي بحران سره مخامخ دي او د دوى په څېر کسانو ته په کې کار نه موندل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics