منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د تورخم او مومندرې کورنۍ دې خپل اولادونه په افغان ښوونځیو کې داخل کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۵): چارواکو د تورخم او مومند درې پر يو شمېر هغو کورنيو چې اولادونه یې د کرښې هغې غاړې ته د زده کړو لپاره ځي، غږ وکړ څو  په خپلو ښوونځيو کې يې شامل کړي.

د تورخم او مومند درې ولسوالۍ د شاوخوا سيمو نږدې ۱۵۰ زده کوونکي هر ورځ د ډيورنډ کرښې ها خوا پاکستاني ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي.

د تورخم پر دروازه د پاکستاني لوري نوي محدوديتونه ممکن د دغو زده کوونکو زده کړې ټکنۍ کړي؛ خو  ويل کېږي  ياد شمېر زده کوونکي اوس د اوړي په رخصتيو دي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک  خبري  اژانس ته وويل، د تورخم او مومند درې له ځينو سيمو پخوا ډېر زده کوونکي د زده کړو لپاره د کرښې اخوا ته تلل؛ خو اوس دا شمېر ډېر کم شوی دی.

ګرديوال وايي: ((موږ پر دغو کورنيو غږ کوو چې خپل ماشومان په ځايي ښوونځيو کې شامل کړي.))

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک ته تاييد کړه ، چې د ۱۵۰ په شمېر زده کوونکي هر ورځ له کرښې اخوا د زده کړو لپاره اوړي.

شينواري وويل: ((دا شمېر اوس ډېر کم شوی، موږ  په تورخم او مومند دره کې څو ښوونځي او لېسې جوړ کړي دي، خو يو شمېر زده کوونکي لا هم پاکستاني ښوونځي ته د زده کړو لپاره اوړي.))

د شينواري په وينا، په دې زده کوونکو کې ډېری يې د تورخم له هغې غاړې د اوسېدونکو اولادونه دي چې هر ورځ له پلرونو سره تورخم ته د کار لپاره راځي او د ښوونځي لپاره بېرته اخوا اوړي.

د ده په ټکو: ((ډېر کم شمېر دا زده کوونکي د مومند درې او تورخم اوسېدونکي دي، چې له شتمنو کورنيو څخه دي، دوی يې کورنيو په خوښه اخوا د زده کړو لپاره ورځي.))

د اصف شينواري په خبره، په تورخم او ورڅېرمه سيمو کې يې ښوونځي جوړ کړی ایو هيله ده، ځايي اوسېدونکي خپل اولادونه دغلته شامل کړي.

د تورخم يو هټۍ وال جاوېد شينا وايي: ((د تورخم ها خوا په لواړګي او ورڅېرمه سيمو کې هوا ګرمه ده او اوس زده کوونکي د اوړي په رخصتيو دي.))

د ده په وينا، هر ورځ سلګونه ماشومان د تورخم له لارې د زده کړو لپاره هغې غاړې ته اوړي.

هغه وايي: ((په دې وروستيو کې پاکستاني لوري بې ويزې افغانانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، ممکن د زده کوونکو پر تګ راتګ هم ټکنی شي؛ خو اوس رخصتي ده ښايي تر هغې وخته دا محدويتونه لرې شي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو له يوه زده کوونکي سره خبرې وکړي خو پيدا يې نه شو کړی، ولی د تورخم اوسېدونکي عمران الله پژواک ته وويل، اوس ډېر کم افغان زده کوونکي پاکستاني ښوونځي ته ورځي.

عمران زياته کړه: ((څو کاله مخکې زما ورور هاخوا د د زده کړو لپاره لېږه، اوس شکر په تورخم کې ښوونځي شته همدلته دزه کړې کوي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری بيا پژواک اژانس ته وويل، حکومت بايد په دې مسئله کې جدي شي او جبرًا ياد زده کوونکي د کرښې بلخوا د زده کړو لپاره پرينږدي.

د زمري په وينا: ((په بهر کې زده کړې د قانون له مخې مشکل نه لري، خو دا چې زموږ ماشومان هر ورځ په تورخم کې له کرښې اخوا د زده کړو لپاره اوړي دا د اندېښنې خبره ده.))

د ولايتي شورا منشي وايي، په پاکستاني ښوونځي کې پاکستانی نصاب تدريسېږي چې د يادو ماشومامو پر راتلوونکي بده اغېره کوي.

هغه وايي: ((پاکستان په خپلو يو شمېر مدرسو کې زموږ لپاره انتحاريان روزي؛ نو په ښوونځي کې به زموږ ماشومانو ته څه ډول درس او تعليم ورکوي.؟ موږ له حکومت غواړو چې د دې ماشومانو مخه ونيسي.))

موده مخکې يادو زده کوونکو له پژواک سره په خبرو کې ويلي وو، په پاکستاني ښوونځي کې ځکه زده کړې کوي، چې تورخم کې ښوونځي نشته خو چارواکي وايي اوس يې هغلته لسګونه ښوونځي فعال دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه