منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا ولايت نږدې اويا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او د نا امنيو له امله ٣٣ ښوونځي يې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

ځاځى وايي چې د پکتيکا له ٣٧١ ښوونځيو څخه يواځې ١٣٢ يې ودانۍ  لري او په نورو ښوونځيو کې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته زده کړې کوي.

هغه وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ۳۳ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

د ځاځي په وينا، د قومي مشرانو په همکارۍ يې هڅې پيل کړې څو دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

هغه دا هم وويل چې د نا امنيو له امله نه شي کولاى په ډېرو ولسواليو کې د زده کړو له بهير څخه څارنه هم وکړي.

ده د پوهنې له وزارته غوښتنه وکړه چې د يادو ستونزو د حل لپاره يې اړينې هلې ځلې وکړې.

هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو په تېر يو کال کې د ځمکو د وقف، د ښوونځيو په ترميم د درسې کتابونو په پوره کولو کې د پوهنې له رياست سره د ١٦ ميليونه افغانيو مرسته کړې ده.

ځاځی زياتوي: ((دا د دې ښکارندويي کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي له زده کړو سره زياته مينه او علاقه لري او د پکتيکا له چارواکو سره په ناستو کې همېشه  د مکتب، کتاب او قلم غوښتنې کوي.))

خو د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست نه غواړي په لرو پرتو ولسواليو کې د پوهنې بهير ګړندى کړي.

هغه وايي: ((د پوهنې رياست ښه امکانات لري خو دوى خپله نه غواړي چې سم کار وکړي؛ ځکه دوى ټوله ورځ د خپلو جېبونو په ډکولو اخته دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د نا امنيو له امله په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

دغه راز خوشامند د پکتيکا ولايت هغه ولسوالي ده چې تر اوسه ښوونځى او زده کوونکي نه لري.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالواحد پژواک ته وويل: (( له اول نه تر اوسه پورې زموږ په ولسوالۍ کې مکتب نه دى جوړ شوى.))

خوشامند د مرکز ښرنې په ٨٧ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې له وسله والو مخالفينو سره دي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو ياده ستونزه څو ځلې د پوهنې رياست له چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده هواره شوې.

خو د پکتيکا د پوهنې رييس بيا وايي که د خوشامند ولسوالۍ خلک ورسره د امنيت په ټينګښت او نورو برخو کې مرستې وکړي، د دې ولسوالۍ د پوهنې ستونزه به هواره کړي.

دغه راز د پکتيکا د والی وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې د دغه ولايت والي هڅه کوي څو په ټولو ولسواليو کې د پوهنې بهير جاري وساتي.

ده وويل چې والي امين الله شارق د پوهنې برخې ټولې ستونزې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريکې کړې دي او هغوى هم د حل لپاره ژمنې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه