کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): يو شمېر مدني فعالانو د هېواد سياسي چارو په ځانګړې توګه د ټاکنو بهير کې د ښځو د ګډون پر اهميت د ټينګار تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل چې ټاکنو کې د زياتو ښځو ګډون په موخه دې د ښځينه پوليسو شمېر زيات کړي.
دا موضوع، نن په هغه غونډه کې چې د ځينې مدني بنسټونو مسوولينو او غړو له لوري د " پوليس مېرمنې، سياسي ګډون او ټاکنو" تر نوم لاندې کابل کې جوړه شوې وه، مطرح شوه.
د " ټولنيز عدالت مدني خوځښت" بنسټ مسوول احمد ذکي چې دې ناسته کې يې خبرې کولي وويل چې کورنيو چارو وزارت په تېرو ټاکنو کې د ښځو سياسي ګډون نه د ملاتړ لپاره د ښځينه پوليسو کوم ځانګړى پروګرام نه درلود؛ خو راتلونکو ټاکنو کې بايد دا مسله تکرار نه شي.
نوموړي وويل :" اړتيا شته چې د کورنيو چارو وزارت ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون ، د ښځو ټاکنيزو مرکزونو کې د درغليو مخنيوى او روڼتيا خوندي کولو لپاره د ښځينه پوليسو شمېر لوړ کړي."
هغه کورنيو چارو وزارت کې د ښځينه پوليسو د جلب او جذب څرنګوالي باندې د نيوکې ترڅنګ وويل چې دا وزارت خپله ملي ستراتيژي کې د ښځينه پوليسو شمېر پنځه زره ټاکلى ؛ په داسې حال کې چې د هېواد شاوخوا ٣٠ ميليونو نفوسو نيمايي برخه ښځې جوړوي او دا شمېر ډېر لږ دى بايد له سره پرې کتنه وشي.
د ټولنيزعدالت د مدني خوځښت بنسټ مشر څرګنده کړه چې د ښځينه پوليسو پراخ شتون او په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون ددې بهير پر روڼتيا ډېر اغېز لري.
د ودود پدرام په نامه يوه بل مدني فعال وويل چې په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره اړتيا ده چې په ټولو ټاکنيزو محلونو او مرکزونو کې ښځينه پوليسې شتون ولري.
د هغه په خبره، ښځينه پوليسې د خپلو څرګندو دندو او واکونو ترڅنګ کولى شي چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون او امنيت لپاره مهم او رغنده رول ولري.
ددې پرېکړه ليک په پاى کې له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې له نړيوال بنسټونو سره په همغږۍ دې د ښځينه پوليسو شمېره زياته کړي.
پر دې سربېره په ياد پرېکړه ليک کې د ټاکنو له کمېسيون غوښتنه شوې چې د راتلونکو ټاکنو په ټولو پړاوونو کې د ښځينه کانديدانو د امنيت خوندي کولو لپاره په دې بهير کې د ښځينه پوليسو شتون ته ډېره پاملرنه ولري.
همدارنګه ويل شوي چې د ټاکنو کمېسيون بايد له کورنيو چارو وزارت سره په همکارۍ ښځينه پوليسو ته د ټاکنو د غوره امنيت نيولو په برخه کې زيات مادي او معنوي امتيازات ورکړي او د هغوى د امنيت خوندي کولو په برخه کې هم روښانه او څرګند پروګرامونه ولري.
د کورنيو چارو وزارت د جندر عمومي مدير عيدي حکيمي چې په دې ناسته کې يې ګډون درلود، وويل چې په هېواد کې د ښځينه پوليسو شمېر ٢٨٨٠ تنو ته رسېدلى او د کورنيو چارو وزارت له ستراتيژي سره سم بايد د هغوى شمېر د روان لمريز کال تر پايه پنځو زرو ته ورسېږي.
حکيمي پر دې سربېره په ډاګه کړه چې امکان لري دا موخه پوليسو ته د ښځو د جلب او جذب بهير کې د شته ننګونو په سبب تر لاسه نه شي.
هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت، ملي پوليسو ته د ښځو د جلب او جذب لپاره د تنخوا له اړخه ځانګړي امتيازات په پام کې نيولي او هغوى کولى شي چې د يوې شپږ مياشتينۍ رونيزې دورې په تېرولو سره د فراغت سند تر لاسه کړي او د دويم څارن په رتبه وګومارل شي.
حکيمي څرګنده کړه، پر دې سربېره هم کورنۍ حاضرې نه دي چې خپلې لوڼې ملي پوليسو ته جذب شي.
د کورنيو چارو وزارت دې مقام له مدني ټولنو او رسنيو وغوښتل چې په دې برخه کې د کورنيو د ذهنيت روښانولو لپاره کار وکړي او ددې اجازه ورکړي چې لوڼې يې پوليسو ته شاملې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










