منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یونسکو لپاره د افغانستان پر استازولۍ ټینګار کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل(پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یونسکو لپاره د افغانستان پر استازولۍ ټینګار کوي او وايي "مثنوي معنوي" د افغانستان فرهنګي ميراث دى او هېڅوک حق نه لري چې دغه ستر ادبي شهکار د ځان وبولي.

د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له  څو ورځو راهیسې، د هېواد په مطبوعاتو او د منورینو او ادیبانو په خصوصي محفلونو کې د مولاناجلال الدین بلخي، یا مولانای روم، د مثنوي او د ایران او ترکیې له خوا په دغه لوی ادبي شهکار د بین المللي دعوې کولو او د خپل فرهنګي میراث بللو خبرې کېږي.

 سرچينه ليکي دا په داسي حال کې ده چي په ۶۰۴ هجري قمري یا ۱۲۰۷ میلادي کال او یا شاوخوا کلونو کې په بلخ کې د مولانا جلال الدین بلخي د زېږېدلو په اړه هېڅ مورخ او هېڅ کتاب اختلاف نه دی ښودلی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولانا له همدغه ښار څخه، د خپل پلار مولانا محمد بن حسین خطیبي سره، چې په بهاءالدین ولد مشهور و، او د علاءالدین محمد خوارزمشاه له استبدادي رژیم سره یې ګوزاره نه شواى کولی، له بلخ څخه د فارس له لارې د اوسنۍ ترکیې د قونیې ښارته مهاجرت وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولانا د  پاتې عمر زیاتره برخه په قونیه کې تېره کړه او د عمر تر پایه په همدغه ښار کې په تدریس، لیکنو او خپلې ځانګړې تصوفي طریقې ته، چې وروسته په مولویه مشهوره شوه، د خلکو په رابللو او هدایت کولو لګیا وو.

په خبرپاڼه کې راغلي: "اوس نو که چیرې ترکیه، چيې مولانا خپل ټول د پوهې او منوریت عمر هلته تېر کړی دی،  په مثنوي، د فرهنګي میراث دعوه کوي خو موږ به له هغوی سره خپله دعوه او حساب لرو؛ خو دا چې ایران په دې دعوه کې شاملېږي دا خبره ځکه بېخي د اورېدلو او منلو نه ده چې مولانا له ایران سره په هېڅ توګه اړه نه لري."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ليکي چې  د ایران له خوا د افغانستان په فرهنګي میراثونو دعوه کول نوې خبره نه ده.

سرچينه زياتوي: "هغوی هر وخت ابوریحان البیروني، پیر هرات خواجه عبدالله انصاري، دقیقي بلخي، عنصري بلخي، خاقاني، حکیم سنايي غزنوي، بهزاد او په لس هاوو نور زموږ د خاورې افتخارات د ځان بللي دي. په داسې حال کې چې زموږ د فرهنګي میراث دغو افتخاراتو یواځې په دري ژبه لیکنې کړي او اشعار ویلي دي. که خبره داسې وي نو بیا به د ماوراءالنهر څخه نیولې تر ډهلي او بنګال پورې ټول منظوم او منثور آثار، چې په دري ژبه لیکل شوي دي، ایراني فرهنګ ته منسوب شي. شیخ نظام الدین اولیا، شیخ فریدالدین شکرګنج، امیرخسرو دهلوي، بدایوني، شیخ ابولفضل، بېدل او په سل هاوو او زرهاوو دري ژبي شاعران به د ایران فرهنګي میراث بولو."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مثنوي معنوي په اړه د ايران دعوه د افغانستان پر فرهنګي حریم د څرګند تېري په سترګه ګوري او څوک چې د هغوی دا اقدام په یوه او بل ډول تاییدوي هغوی ايراني دریځ لري.

سرچينه زياتوي:"...موږ له ایران سر یواځې د ګاونډیتوب اړیکې لرو او هیله مو داده چې ښه ګاونډیتوب ته، چې د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه دی، دوام ورکړو."

په خبرپاڼه کې راغلي:" پرځای ګڼم چې یوځل بیا د یونیسکو لپاره د افغانستان پر استازولۍ ټینګار وکړم. موږ که د ښوونیزو، علمي او کلتوري چارو لپاره د یونیسکو د مرکزي دفتر سره د اړیکو، ځانګړی او مسوول ادرس ونه لرو، نورو هېوادونو ته زموږ د افتخاراتو د منسوبېدلو، په یادو چارو کې له نورو هېوادونو څخه د شاته پاتې کېدو او همکاریو د کمزورتیا له ګواښونو سره به مخامخ یو."

په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې د یونسکو لپاره د افغانستان استازولي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې ايجاد شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور