کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د عالمانو شورا په يوه غونډه کې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په يوه جامع جومات کې شوې چاودنه په کلکه غندلې او ويلي يې دي، چې پر جوماتونو بريدونه له اسلام سره ښکاره دښمني ده.
تېره ورځ د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصارک کلي د جامع جومات په محراب کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو چې د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال وچاودېدل او په پايله کې يې درې تنه ووژل شول او ٧٨ نور ژوبل شول.
د طالبانو ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه چاودنه د دوى د کسانو له خوا نه ده شوې او په کلکه يې غندي.
د افغانستان د عالمانو شورا غړي مولوي عبدالسلام عابد په دې غونډه کې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصارک پر جامع جومات يې شوى بريد په کلکه وغانده او ويې ويل، پر جومات په بزدلانه او وحشيانه ډول بريد کول د اسلامي موازينو خلاف کار دى او هېڅ سليم عقل يې نه شي منلى.
هغه زياته کړه: ((جومات هغه څوک ويجاړوي چې پر خداى پاک ايمان ونه لري، د تېرې ورځې بريد د جمعې په لمانځه کې شوى، خلک د عبادت لپاره راغلي وو، دا يو غندل شوى او سپک عمل دى.))
هغه وويل، هغه کسان چې دا کار کوي، له دين سره کومه اړيکه نه لري.
د حضرت بلال جومات خطيب مفتي احمد نور هم دغه چاودنه يوه دردوونکې پېښه وبلله او د دې ناوړه عمل تر سره کوونکي يې نه يواځې چې د اسلام، بلکې د بشريت دښمنان وبلل.
هغه وويل: ((زموږ وطن له لرې او نږدې دښمنانو ځورېږي، موږ نن په يوه غږ سره دغه بزدلانه عمل غندو.))
د نوموړي په خبره، وحشت او دهشت د ين له ليد نه مردود دي او اسلام د سولې او سلامتيا پيغام وړاندې کوي، د دين له نامه ګټه اخيستونکي له نوم بدۍ او د ښمن ژرندې ته له اوبو پرېښودلو پرته بله ګټه نه لري.))
د غونډې يوه بل برخه وال او ديني عالم اسدالله يوسفي وويل: ((د روژې مياشت کې د جمعې په ورځ د خداى په کور کې دننه د لمونځ کوونکو په منځ کې دا چاودنه په بشپړ ډول حرامه ده.))
هغه زياته کړه چې د هېواد ټول ديني عالمان بايد لاس په لاس شي او د ورته ترهګريزو مکړنو د تکرار مخنيوى وکړي.
يادو ديني عالمانو په پاى کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د برمته کولو پېښې وغندلې او ويې ويل چې دا کار د اسلام په دين کې نشته او حرام دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










