منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د ولايتي شورا مشر: “يک” تلوېزيون د بيان ازادۍ په نامه جرم ترسره کړى

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

مزارشريف (پژواک ۲۲ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالان او د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې "يک"  تلوېزيون پښتون قوم د ترهګر په توګه د څرګندولو له امله بايد بښنه وغواړي.

دوی همداراز په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره- نی د يادې موضوع په تړاو ګرمه وبلله، چې د يو ملت توهين ته يې د بيان د ازادۍ نوم ورکړی دی.

د ولايتي شورا په انګړ کې د غبرګولي په ۲۲مه، د بلخ ادبي خوځښت په نامه د فرهنګي مرکز په بلنه د ياد ولايت مدني فعالانو او د ولايتي شورا ځينو غړو په ګډه د "يک" تلوېزيون او نی پر وړاندې غبرګون وښود چې د"يک" تلوېزيون پر لوګو يې چلپا او د  نی پر لوګو يې د سواليې علامه لګولې وه.

د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس د يادې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې رسنيو ته وويل، چې "يک"  تلوېزيون د رسنيو د قانون د اتم څپرکي د ۳۱مادې او د خبريالانو د اخلاقي موازينو د ۱۳مې فقرې خلاف عمل کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې"يک" تلوېزون نږدې څلوېښت ورځې وړاندې د طنزيه خپرونې شبخند له لارې له يو کس سره د ترهګر د سمبوليک شخص په توګه مرکه کړې؛ خو دغه کس يې د پښتون په توګه څرګند کړی او غږولی دی.

د هغه په وينا، يک تلوېزيون ياد کس د خبرو او جامو له لارې پښتون څرګند کړی، چې د بيان د ازادۍ د ټولو اصولو خلاف کار دی.

د خوځښت مشر وويل: (( د يک تلوېزيون دغه چاره د پښتنو د توهين په مانا ده؛ بايد بښنه وغواړي.))

احساس همداراز په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر-نی هم ګرم وباله، چې د يادې موضوع په تړاو اطلاعات او فرهنګ وزارت ته په لېږل شوي مکتوب کې يې دغه توهين ته د بيان د ازادۍ نوم ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د خجالت ځای دی چې د بيان ازادۍ څخه دفاع کوونکې اداره د بيان د ازادۍ او توهين توپير نه شي کولی.))

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد، چې په دغه اعتراضيه غونډه کې يې برخه لرله، د "يک"  تلوېزيون عمل غير قانوني او د بيان ازادۍ تر سيوري لاندې ترسره شوى جرم وګاڼه.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان ټول قومونه درانه او ښاغلي دي.

د هغه په وينا، اطلاعات او فرهنګ وزارت بايد له دغه تلوېزيون سره قانوني چلند وکړي چې ولې يې د افغانستان ستر قوم ته توهين کړی دی.

خو د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ بيا ګواښ وکړ چې که يک تلوېزيون بښنه ونه غواړي؛ نو پر وړاندې به يې ستر لاريون راوباسي او په خپله به ورسره حساب وکړي.

نوموړي زياته کړه چې که دولت د يادې پېښې په تړاو له يک تلوېزيون څخه په پوښتنه کې پاتې راشي؛ نو خلک به خپله ورسره حساب وکړي.

يادې اعتراضيه غونډه کې لسګونو مدنی فعالانو برخه اخيستې وه چې ((يک تلوېزيون بايد بښنه وغواړي)) او ((نی! د يو ملت توهين د بيان ازادي نه ده.)) شعارونه يې په لاسونو کې نيولي وو.

اعتراض کوونکو وويل چې د يادې موضوع په اړه يې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په نامه رسمي شکايتي مکتوب ليکلی، چې د غونډې له پای ته رسېدو سره سم يې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور