منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار او لغمان علماوو په جومات کې چاودنه وغندله

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۲ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار او لغمان ولايتونو يو شمېر ديني علماوو  د روداتو ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنه وغندله او هغه يې د اسلام پر ضد عمل وګاڼه.

تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د روداتو د حصارک په جومات کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۷۸ نور يې ټپيان کړل.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني په دې تړاو د لسګونه ديني علماوو په غونډه کې وويل، په جومات کې چاودنه د اسلام پر خلاف عمل دی.

حقاني زياته کړه: ((وسله والو مخالفينو چادري يې بدنامه کړه، لونګۍ يې بدنامه کړه، جوماتونه چې د امن کورونه دي اوس هغه بدناموي، په جومات کې دا چاودنه د اسلام د بدنامولو لپاره شوی اقدام دی.))

مولوي حقاني هغه کسان ظالمان او کافران وبلل، چې   جوماتونو کې چاودنې کوي.

نوموړي په ديني علماوو غږ وکړ  چې د افغانانو د وژونکو پر ضد مبارزه وکړي او د ده په ټکو خلکو ته يې افشا کړي چې  د اسلام پر ضد ددوى دا ډول  عملونه جهاد نه دی.

هغه پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې  ورانکاري او ترهګريز فعاليتونه رهبرۍ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.

ديني عالم مولوي کندهاري په خپلو نسبتا تونده لهجه خبرو کې د روداتو په جومات کې ياده چاودنه د اسلام پر ضد عمل وګاڼه.

هغه د دولت وسله وال مخالفين د پاکستان خادمان وبلل او يادونه يې وکړه، چې د هغو د ګټو لپاره جګړې ته دوام ورکوي.

کندهاري وويل: (( والله په بالله چې د افغانستان حکومت زر ځله تر اوسني حالت خراب شي بيا هم د پاکستان تر مردار حکومته ښه دی.))

نوموړي له ديني علماوو غوښتنه وکړه، چې حق ووايي او د اسلام د دښمنانو پر ضد ويناووې وکړي.

اخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، په مقدسو ځايونو کې بمې چاودنې د غندلو وړ دي.

د والي په خبره: ((د روداتو  په ياد جومات کې د چاودنې پر مهال هېڅ پوځي او سيمه ييز چارواکي نه وو، دښمنانو يواځې ملکي کسان په نښه کړي دي.))

د ننګرهار والي وايي، د يادې پښې يو شمېر ټپيان تر لومړۍ درمنلې وروسته رخصت شوي او يو شمېر يې تر درملنې لاندي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د يادې پېښې د وژل شوو کسانو فاتحه واخيستل شوه.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت د مرکز او ولسواليو ديني عالمانو، خطيبانو او ملاامامانو د لغمان والي عبدالجبار نعيمي سره په ګډه غونډه کې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصارک په مرکزي جامع مسجد کې د تېرې ورځې بريد وغانده او قربانيانو ته يې دعا وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور