منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۳ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۳ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار په  سره رود ولسوالۍ کې د نږدې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې پيل شوې، چې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.

د ننګرهار د کرنې رييس انجنير شاکرالله شاکر د غبرګولي په ۲۳مه، د يادو پروژو د چارو د پيلېدو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژې په کوز او بر سلطانپور سيمو کې پيل شوې او ژر به پلې شي.

شاکر وايي: ((د اوبو د تنظيم په دغو پروژوکې به د څو کليو  ۱۱ کيلومتره د اوبو ويالې، دوه سوه ورخونه، ۱۲ پلچکونه او ۲۰ د اوبو د کنټرول دروازې هم ورغول شي.))

نوموړي زياته کړه، د يادو پروژو مالي لګښت د کرنې وزارت له لوري ورکول کېږي، چې د اتو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د ننګرهار د ولايت استازي عبدالکريم صميزي بيا وويل، د دغو پروژو په تطبيق سره به د بزګرو ستونزې هوارې شي او د اوبو د ضايع کېدو مخه به ونيول شي .

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې له پروژو څخه د کار پرمهال څارنه وکړي او د ساتنې لپاره يې لازمه همکاري وکړي .

د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات وويل، د دې پروژو له امله به د يادې ولسوالۍ زرګونه جريبه ځمکې خړوبې شي.

د ده په وينا،  سره رود يوه زراعتي ولسوالۍ ده او اتيا سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه