منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې وژل شوى افغان سرتېرى په ځانګړو مراسمو خاورو ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

جلال اباد(پژواک،۲۵ غبرګولی۹۵): تورخم کې له پاکستاني ملېشو سره جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري جنازه د سلګونو عامو خلکو او سيمه ييزو چارواکو له لوري ادا شوه.

له وړمې شپې راهيسې د تورخم دروازې د ايښود په غبرګون د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې کېږي.

يو افغان سرتېرى د وړمې شپې او بل (ضيا الرحمن) د تېرې شپې په يادو نښتو کې وژل شوي دي.  په دې نښتو کې يو شمېر پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

د ضياالرحمن د جنازې لمونځ نن د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د سلګونه ځايي اوسېدونکو او سيمه ييزو چارواکو په ګډون تر سره شو.

 د مراسمو ګډونوالو (مدني فعالانو، د ځوانانو ټولنو، د ولايتي شورا غړيو او سيمه ييزو چارواکو) ضياء الرحمن "د خاورې مدافع او د ملت شهيد" وباله.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې مراسمو کې وويل: ((ضياء الرحمن د ملت شهيد دی، له خپله هېواده يې په دفاع کې ځان قرباني کړی.))

والي وويل، افغان ځواکونه د خپلو ولسونو پرمټ پر خپله خاوره د پرديو تجاوز نه شي زغملی او د سرونو په قيمت ور څخه دفاع کوي.

د دغه سرتېري تره فضل مولا، خپل وراره ضياالرحمن د خپلې کورنۍ لپاره وياړ وباله او ويې ويل چې ضياالرحمن د خپل هېواد او خاورې ساتلو په لاره کې قرباني شوى دى.

مدني فعال عبدالرحمن معاون په خپلو خبرو کې وويل، د ننګرهار ځوانان چمتو دي چې د خپلې خاورې ساتلو لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.

 د جنازې تر ادا کولو وروسته، د دې سرتېري جنازه د ځانګړو نظامي مراسمو په ترڅ کې د همدې ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ ته ولېږدل شوه.

ضياالرحمن د خوږيانو په لوخۍ سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاور ته وسپارل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور