منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د رسنيو د فعاليت جواز اخيستو نېټه شپږ مياشتې نوره وغځېده

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): ولسمشر غني د رسنيو د امتياز او تضمين حق د ورکړې شپږ مياشتينۍ نېټه د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.

ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني د خبريالانو د ملي ټولنې د غوښتنې پر بنسټ، د رسنيو د فعاليت د جواز اخيستلو لپاره شيږ مياشتنۍ موده د نورو شپږو مياشتو لپاره (د غويي له ١٦مې د ١٣٩٥ کال د لړم تر ١٦مې) غځولې ده.

د سرچينې په خبره، د رسنيو مشرانو او خبريالانو څه موده وړاندې په ارګ کې له ولسمشر سره په ناسته کې غوښتنه کړې وه چې د رسنيو د حق الامتياز او حق التضمين شپږ مياشتنۍ نېټه د يوې بلې شپږ مياشتنۍ مودې لپاره وغځوي او افغان  دولت دې له قانون سره م د ازادو رسنيو د فعاليت او په هېواد کې د بيان ازادۍ د پراختيا لپاره ژمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د توليزو رسنيو د تاسيس او فعاليتونو د مقررې له توشېح وروسته تر اوسه پورې اتو چاپي خپرونو او اته کلتوري او خپرنيزو بنسټونو په کابل او دوو چاپي رسنيو او درې فرهنګي بنسټونو په ولايتونو کې خپل جوازونه غځولي دي.

د افغانستان د خصوصي رسنيو د تاسيس او فعاليت د کړنلارې نوې مقرره د ١٣٩٤ کال په لړم مياشت کې تصويب شوه او پر بنسټ يې بايد رسنۍ حق الامتياز ورکړي.

د دې مقررې د اتمې مادې په درېيمه فقره کې راغلي دي: ((د رسنيو او بنسټونو فعاليت ددې مادې په دويمه فقره کې له مندرجې نېتې له پاى ته رسېدو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ارزيابي او د جواز فعاليت د نيم امتياز حق د ورکړې په بدل کې ددې مقررې د اتمې مادې د ٣ مې فقرې پر بنسټ عملي کېږي.))

په دې مقرره کې په ډاګه شوې چې که چېرته د رسنيو جواز په ټاکل شوې نېټه کې ونه غځول شي، له نغدي جريمې سره مخ کېږي.

پر دې اساس بايد خصوصي ټلويزيونونه ٥٠ زره افغانۍ، کېبلي شبکې ٤٠ زره افغانۍ، راډيويي شبکې ٢٥ زره افغانۍ، ورځپانې لس زره افغانۍ او مهالنۍ خپرونې بايد پنځه زره افغانۍ حق الامتياز ورکړي.

په ورته وخت کې دغه مقرره ټولې خصوصي رسنۍ په دې مکلفې ګرځوي چې تر شپږو نورو مياشتو پورې، د خپلو جوازونو د غځولو او تازه کولو لپاره اقدام وکړي، که داسې ونه کړي نو مکلفې دي اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د دې دوه چند امتياز حق ورکړي او که چېرته يوه رسنۍ تر اتمې مياشتې پورې خپل جواز ونه غځوي، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کولى شي خپل فعاليت ودروي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رياست وايي چې تر اوسه ٣٠ فرهنګي او خپرنيزو بنسټونو د مالي ستونزو په سبب غوښتنه کړې چې کاري جواز يې لغوه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور