منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دانش: د مولانا مثنوي معنوي دې د افغانستان، ترکيې او ايران په نوم ثبت شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

 کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٥): د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د حکومت د عمومي ليدلوري خلاف ويلي چې د مولانا جلال الدين بلخي مثنوي معنوي دې  د افغانستان، ايران او ترکيې ګډ فرهنګي ميراث په توګه په يونسکو کې ثبت شي.

 په دې وروستيو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګني د ايران او ترکيې هېوادونو وړانديز کړى چې د مولانا بلخي مثنوي معنوي د يادو دواړو هېوادونو د ګډ ميراث په توګه د ملګرو ملتونو په روزنيز، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) کې ثبت شي، چې دغه کار بيا د افغان حکومت او مدني ټولنې له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

 د هېواد د بهرنيو چارو وزارت، د ملي حاکميت د بهرني اړخه او د افغان حکومت د بهرني سياست د تمثيلوونکي په توګه په يونسکو کې د مثنوي معنوي ثبتولو په اړه د ايران او ترکيې د دغه اقدام په اړه سخت اعتراض کړى او ويلي يې دي  چې که  د مولانا دغه عرفاني شهکار مثنوي معنوي د يونسکو په نړيوال ميراث کې ثبت کېږي نو د هغه اصلي زېږند ځاى هم بايد په پام کې ونيول شي.

 بلخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په دې ټينګار کړى  چې مثنوي معنوي  د افغانستان فرهنګي ميراث دى او کوم بل هېواد د دې حق نه لري چې دغه ستر شهکار د  ځان  کړي .

خو د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په هغه پيغام کې چې د افغان دولت د ليدلوري په اړه د بهرنيو چارو وزارت ته لېږلى، د حکومت د ليدلوري خلاف يې ويلي: "موږ په دې باور يو چې د مولانا مثنوي معنوي بايد د افغانستان، ترکيې او ايران په ګډون او د سيمې د ګډ تمدن او فرهنګ په توګه په يونسکو کې ثبت شي."

 نوموړي په ياد پيغام کې ويلي، دا به نا انصافي وي چې په يونسکو کې د مثنوي معنوي ثبت کې افغانستان چې هم د مولانا اصلي ټاټوبى دى او دغه راز د فارسي ژبې او ادبياتو د اصلې ټولنې په توګه، افغانستان له ياده وايستل شي.

 د ولسمشر دويم مرستيال په داسې حال کې د افغانستان، ترکيې او ايران فرهنګي ميراث په توګه د مثنوي معنوي پر ثبتولو ټينګار کړى، چې په کابل کې د ايران سفارت وايي، چې ايران نه غواړي مثنوي معنوي او يا مولانا د يونسکو په سازمان کې په خپل نوم ثبت کړي، يواځې څو خطي نسخې يې ثبت کوي.

 کابل کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي له رسنيو سره د  خبرو پر مهال وويل: "هر هېواد چې دا ډول نسخه ولري او له معمول سره يې يونسکو ته وړاندې کړي او يونسکو د هغو ميکانيزمونو او پړاونو پر بنسټ چې لري يې، هغه څېړي او که چېرې هغه کتاب ورته ارزښتمن معلوم شي؛ له هغه وروسته يې ثبتوي او دا هغه کار دى، چې ټاکل شوې ايران او ترکيه يې ترسره کړي."

 هغه ټينګار کړى  چې ايران مولانا په خپل ځان پورې نه تړي، بلکې مولانا يو نړيوال شخصيت او په ټولې نړۍ پورې تړلى دى او د مولانا ډېرى اثار يې په خپلو ژبو ژباړلي او مولانا بايد په يوې ځانګړې ژبې، دين او جغرافيې پورې محدود نه شي.

د بلخ ولايت سرپرست والي عطامحمد نور هم د يادې موضوع په غبرګون کې په هغه ليک کې چې په ملګرو ملتونو کې يې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل ته لېږلى، ويلي؛ دا چې مولانا جلال الدين محمد بلخي په بلخ کې نړۍ ته سترګې غړولې او له ماشومتوب تر ځوانۍ پورې د ژوند ټول کلونه يې په وخش، سمرقند، شام، لارنده او تر ډېره بريده په قونيه کې د خپل پلار سلطان العلما بهاءالدين تر نظر لاندې چې د بلخ له پېژندل شوو عالمانو څخه شمېر کېده، تېر کړي، د بلخ مولانا د سيمې د يووالي او وياړ لامل وګرځي.

 خو نوموړي زياته کړې، چې د بلخيانو په باور په يوه يا دوو هېوادونو پورې د مولانا تړل؛ په کوزه کې د بهر د تويولو په معنا دى او د هغه له لوى نوم سره به ښه نه وي، نو له دې امله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازي غوښتنه کېږي چې د مثنوي معنوي د انحصارونکي ثبت په تړاو د ايران او ترکيې ګډ فرهنګي ميراث په توګه د يادو دواړو هېوادونو چارواکو ته بايد ذهنيت ورکړل شي او د دې اجازه ورنه کړي چې د بلخ ونډه چې د مولانا مور ده، د ملګرو ملتونو سازمان د وياړونو په منځ کې د هغه د اصلي ټاټوبي نوم ته پاملرنه ونه شي.

مشرانو جرګې هم مثنوي معنوي د افغانستان فرهنګي ميراث بللى او ويلي يې دي، هيڅ هېواد د دې حق نه لري چې دغه ستر شهکار يواځې  د ځان کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور