جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۵): د تورخم د جګړې د اتل خوشحال خان چې له هېواده يې په دفاع کې ځان قربان کړ، د جنازې مراسم په جلال اباد کې ادا او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې يې جنازه د شهيدانو په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د خوشحال وکيلزاده په نوم دغه سرتېری تېره شپه له پاکستاني پوځيانو سره په مخامخ نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او نن يې زرګونه ختيځ مېشتو په جنازه کې برخه واخيسته.
دا په روانه اوونۍ کې له پاکستاني ملېشو سره په نښتو کې درېيم افغان سرتېری دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي او جنازه او د تدفين مراسم يې په شاندارو مراسمو ترسره شول.
د جنازې دغه ځانګړي مراسم د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې ترسره شول چې زرګونه خلکو، د ننګرهار والي، ولايتي شورا غړو، پوځي او ملکي چارواکو په کې برخه لرله.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، ملت پر خپلو سرتېرو وياړي چې له خاورې د دفاع په موخه ځانونه قرباني کوي.
کندوزي زياته کړه: ((د تورخم په جنګ کې زموږ د دريو شهيد شوو سرتېرو له کورنيو سره نغدي او د توکو مرسته شوې، د مرکزي حکومت پاملرنه به هم ورته وشي.))
د والي په وينا، مرکزي حکومت به دغو سرتېرو ته د قهرمانۍ رتبې ورکړي چې کورنۍ به يې له امتيازاتو برخمنې کېږي.
د دغه سرتېري د جنازې تر لمانځه وروسته زرګونه دغو کسانو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او دغه هېواد يې د دوی په وينا " تېری کوونکی وباله."
د دغه سرتېري پلار عزير الله له پژواک سره په خبرو کې خوښي وښوده چې زوی يې له پاکستان سره په جګړه کې ځان قربان کړ او دی پرې وياړي.
نوموړي زياته کړه: ((خوشال زما زوی و، خو اوس د ټول افغانستان قهرمان شو، زه د خپل زوی د شهادت له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او پرې وياړم.))
د جنازې د مراسمو په څنډه کې يو شمېر مدني فعالانو له پژواک سره په خبرو کې ياد سرتېری مېړنی ياد کړ او هغه يې د ټول ملت قهرمان وباله.
د جنازې د لمونځ تر ادا کولو د نوموړي سرتېري جناز ه د سلګونه کسانو په بدرګه د جلال اباد ښار هډې فارم ته يووړل شوه او د شهيدانو په هديره کې خاور ته وسپارل شوه.
خوشحال وکيلزاده جنازه د سرحدي لواء ځواکونو له لوري د پوځي مراسمو په لړ کې خاورو د هډې فارم سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه .
پنځه ويشت کلن خوشحال وکيلزاده د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ اوسېدونکی و، دوه وروڼه لري او له يوې مېرمنې ورته دوه زامن پاتې شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










