منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خصوصي او دولتي پوهنتونونو فارغينو ته ډيپلومونه ورکول کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي، له لسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغينو ته تحصيلي ډيپلومونه ورکول کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو چارو معين پوهاند بري صديقي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په جرمني هېواد کې يو ميليون نوي تحصيلي ډيپلومونه چاپ شوي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د يوه مېکانېزم له مخې، دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته ووېشل شي.

هغه زياته کړه، دغه ډيپلومونه په نړيوال سټنډرډ او لوړ کيفيت له مخې په جرمني کې د يوه خصوصي شرکت له لوري چاپ شوي دي.

د ده په وينا، د دغو ډيپلومونو ډېزاين د هېواد دولتي پوهنتونونو ډيپلومونو ته ورته دى، د هغوى تر منځ هېڅ توپير نشته او ډېر ژر به دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته ورکړل شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه ډيپلومونه په پښتو، دري او انګرېزي ژبو چاپ شوي او په ډېرو هېوادونو کې د اعتبار وړ دي او د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا فارغينو ته به ورکول کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو مشر محمد امير کامه وال وويل، د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې په ښه توګه د ډيپلومونو د وېش په موخه پر يوه مېکانېزم کار روان دى، چې په نهايي کېدو سره به يې د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو کې د وېش لړۍ پيل شي.

د هغه په خبره، له لسو کلونو ډېر وخت کېږي چې په دغه وزارت کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او پوهنتونونو فارغينو ته پام نه و شوى او له يوه کال هڅو او کوښښونو وروسته دوى وکولى شول، چې د دولتي پوهنتونونو په څېر ډيپلومونه ترتيب او ډيزاين کړي.

هغه زياته کړه، د دغو ډيپلومونو متن او ډيزاين له پخوانيو دولتي ډيپلومونو سره هېڅ توپير نه لري، يواځې په رنګ کې يې يو څه توپير تر سترګو کېږي او پخواني دولتي ډيپلومونه هم د اعتبار وړ دي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو چارو معين يادونه وکړه، چې د شپې کانکور ازموينه چې تېر کال د بوديجې د نشتوالي له امله نه وه تر سره شوې، سږ کال بيا ترسره کېږي.

هغه څرګنده کړه، چې د شپې پوهنتون کانکور فورم وېش پيل شوى او راتلونکې مياشت به په کابل او ١٨ ولايتونو کې يې د کانکور لړۍ په عملي توګه پيل شي.

بري صديقي زياته کړه، چې د محصلينو ستونزو ته د لاسرسي لپاره د شپې پوهنتون د رشتو شمېر په مرکز او ولايتونو کې له ١٥٥ څخه ٧٥ رشتو ته راکم کړى دى.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو، د کانکور چمتووالي کورسونو ترسره کولو موضوع د پوهنې وزارت اړونده موضوع وبلله او ويې ويل، د هغو بوديجه د ماليې وزارت له لوري د پوهنې وزارت ته لېږدول شوې او د لوړو زده کړو وزارت په دغه پروسه کې يواځې د يوه همکار په توګه کار کوي.

د يادولو ده چې له يوې لسيزې څخه د زياتې مودې له تېرېدو سره د لوړو زده کړو له خصوصي پوهنتونونو زرګونه محصلين تر اوسه پورې د ډيپلوم په اخيستو نه دي بريالي شوي او خپلو زده کړو ته د دوام په برخه کې د هېواد په داخل او بهر کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه