شبرغان (پژواک،٢٩غبرګولى ٩٥): هغه کونډه چې د سرپل ولايت وروستيو جګړو کې يې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، وايي له دې پرته چې د راتلونکي په اړه هيله ولري، شپه او ورځ په بد اقتصادي وضعيت کې تېروي.
دا پنځوس کلنه مېرمن تاجور نومېږي، د سرپل ولايت اوسېدونکې ده او د هغو سلګونو کورنيو په ډله کې ده چې د جګړې سختوالي له امله، له خپلو سيمو څخه جوزجان ولايت ته کډه شوې ده.
تاجور شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د جوزجان ولايت شبرغان ښار ته کډه شوې ده او اوسمهال د نورو بې سرپرستو ښځو ترڅنګ په يوه ويجاړ شوي انګړ کې چې د چهلمرد په نوم د شبرغان ښار يو لرې پرتې سيمه کې واقع ده، په ډله ييز ډول ژوند کوي.
نوموړې چې سر او مخ يې په يو لوى ټيکري پوښلى و او په لړزان او نيولي غږ يې په ځنډ ځنډ خبري کولې، وويل :"د سرپل ولايت په شيرم ها سيمه کې مو هوسا ژوند درلود، نه چا ته احتياج وو او نه مو له ژوند څخه شکايت درلود؛ هر څه په عادي ډول پر مخ روان وو؛ خو د دې خوښيو عمر پاى ته ورسېد او په سيمه کې مو جګړې پيل شوې."
هغې په داسې حال کې چې هڅه يې کوله، د کمرې په وړاندې خپل مخ پټ کړي، دردناکه او ځورېدلې څېره يې چې د ژوند کړاو په کې له ورايه تر سترګو کېده او د جګړې تاوتريخوالي او خپګان په کې تر سترګو کېده؛ وويل چې طالبان په کليو راپرېوتل، يو شمېر يې په ډزو ووېشتل او زيات شمېر کسان يې ووژل او د خلکو ارام ژوند يې ګډوډ کړ.
مېرمن تاجور د خبرو پرمهال داسې ژړل چې اوښکو يې د ټيکري يوه څنډه چې مخ يې پرې پوښلى و، په بشپړ ډول لوند شوى و، ويې ويل: "طالبانو مې خسر، زوم او يو زوى شهيد کړل او خپله په داسې حال کې چې يواځې پاتې شوې وه، له نورو ښځو او کورنيو سره چې د نوموړي په څېر ستونزو سره مخامخ شوې وې، کور پرېښودو ته اړ او د شبرغان په لور روان شو."
نوموړې زياته کړه چې خاوند يې پخوا کلونه له لاسه ورکړى دى، يو زوى يې طالبانو وواژه او اوس له يوې لور او درېيو کوچنيو ماشومانو سره له نورو بې ځايه شوو کورنيو سره ژوند کوي.
هغې زياته کړه: "کابو څلوېښت کورنۍ له دې سره په ياده کنډواله کې ژوند کوي او ډېرى يې بې سرپرسته دي."
مېرمن تاجور، وروسته له هغه چې سرپل ولايت يې له ناچارې پرېښود او د شبرغان لار يې خپله کړه، و نه توانېده چې د کور توکي او مواد له ځان سره يوسي.
نوموړې وويل: "کله چې له سرپل څخه شبرغان ته راغلم، هېڅ شى ان يو کمپله مې هم را نه شوى وړى، د ژوند اړتياوو پوره کولو لپاره مجبوره شوم، چې د خلکو کورونو ته مراجعه وکړم؛ له يو څخه مې لوښي او له بل څخه يوه مړۍ ډوډۍ وغوښته او په همدې ډول مې ژوند له صفر څخه پيل کړ."
د دې مېرمنې په وينا، هغه او نورې مېرمنې چې له دې سره په ياده کنډواله کې ژوند کوي، د ورځې له خوا د خلکو کورونو کې د جامو وينځلو، مالوچ ټکولو او کور پاکولو له لارې پيسې ترلاسه کوي.
مېرمن تاجور په داسې حال کې چې ژور سوړ اسوېلى يې له خولې ووېست، ويې ويل: "د ژوند له ټولو امکاناتو څخه لرې يم، نه برېښنا لرو او نه هم ډاکټر او درمل؛ څوک نشته چې خپل درد ورسره شريک کړو، لسګونه ماشومان چې په دې کنډواله کې له مېندو سره ژوند کوي، نه ښوونځى لري، نه ښوونکى او نه هم کتاب."
دې مېرمنې چې د خپل عمر شپږ مياشتې يې په ناوړه اقتصادي وضعيت کې تېرې کړې دي، وويل چې په دې موده کې يواځې يو ځل ورسره مرسته شوې ده؛ خو هغه هم خورا لږ.
نوموړي زياته کړه: "په لومړي ځل مې ولايت او د کډوالو راستنېدو رياست ته مې مراجعه وکړه او مرستې غوښتنه مو وکړه؛ خو يواځې يو ځل يې نغده مرسته وکړه او له هغه وخت څخه وروسته چا زموږ پوښتنه نه ده کړې."
خو هغې هيله وښوده چې د سيمې امنيت يې خوندې شي، څو وکولى شي بېرته خپل کور او کلي ته ستانه شي او له ټولو ناخوالو سره ژوند له سره پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










