منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۸°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د امريکا د چاپېريال علمي ټولنې مډال ترلاسه کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لومړي ځل لپاره له تشخيص او تثبيت سره د هېواد د طبيعي زېرمو د کرنيزو ځمکو د نقشې برابرولو له امله د امريکا د چاپېريال ټولنې مډال ترلاسه کړ.

د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بنسټ هر کال د جون مياشتې په ٢٦ مه نېټه د نړۍ د هلې ځلې کوونکو او لاسته راوړونکو بنسټونو د پېژندنې لپاره په امريکا کې ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړې چې سږ کال په دې ټولنه کې د ټولې نړۍ په کچه له سلو زرو د زياتو بنسټونو علمي لاسته راوړنې وڅېړل شوې او د افغانستان د کرنې وزارت د کرنې ځمکو نقشې د چمتو کولو او د هېواد د طبيعي سرچينو د تثبيت او تشخيص له امله دغه مډال ترلاسه کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې وزارت د احصايې رياست (GIS) په تېرو کلونو کې له اغېزناکو هلو ځلو وروسته په پايله کې په دې بريالى شو چې د روان کال په لومړيو کې له پرمختللې او نوې ټيکنالوجۍ څخه په ګټې د افغانستان د ټولې اراضي (ځمکې) نقشه چمتو کړي.

سرچينې ليکلي چې دغه نقشه اخيستنه په ٢٥ ټولګيو کې تنظيم شوې چې د اوبيزو او للمي سيمو، باغونو، ځنګلونو، څرځايونه، هستوګنځایونو، شاړې او وچې ځمکې، د همېشنيو واورو پوښښ، ډنډونه شامل دي چې له پرمختللو وسايلو څخه په ګټې د هوا له لارې تثبيت شوي دي.

د کرنې وزارت دغه نقشه اخيستنه د افغانستان لپاره ډېره مهمه وبلله او ويلي يې دي چې دغه نقشه په هېواد کې د سترو اقتصادي، پراختيايي او ټولنيزو پاليسيو د عملي کولو لپاره غوره رول لوبولى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه