منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کتابونو، ودانيو او ښوونکو کمښت د سمنګانو د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ کړى

· ۷ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

ايبک(پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې  د نيمايي کتابونو کمښت، د معياري ودانيو  او په ٢٩٦ ښوونځيو کې د زرو ښوونکو نشتوالي، ددې ولايت د پوهنې بهير له ننګونو سره مخ کړى دى.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ښوونځيود ودانيو، د معياري ودانيو او ښوونکو کمښت، د ښوونځيو د زده کوونکو د وروسته پاتې والي لامل شوي او د ورته ښوونځيو فارغين نه شي کولى چې د لوړو زده کړو موسساتو ته لار پيدا کړي.

 د درسي کتابونو کمښت، ددې ننګونو عمده برخه جوړوي.

د پژواک موندنې څرګندوي چې په سمنګانو کې په هر دولتي ښوونځي کې په منځني ډول هر زده کوونکى پنځه ټوکه کتابونو ته اړتيا لري او دا ستونزه په ليسه دوره کې د نورو ټولګيو په پرتله زياته ده.

دا موندنې څرګندوي چې په دره صوف، روى دواب او  دره صوف پايين ولسواليو کې د کتابونو د کمښت ستونزه د نورو ولسواليو په پرتله زياته ده.

 دره صوف بالا ولسوالي

د دره صوف بالا ولسوالۍ د پوهنې امريت سرپرست سيد جواد وويل چې په دې ولسوالۍ کې ٢٢٥٠٠ نجونې او هلکان په ٤٧ ښوونځيو کې زده کړه کوي.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې د کتابونو د کمښت ستونزه له لسم تر دوولسم ټولګي پورې ٩٠ سلنه او له لومړي تر نهم ټولګي پورې ٦٠ سلنه ده.

هغه زياته کړه چې د زده کوونکو کورنيو ٢٠ سله زده کوونکو ته له بازار نه کتابونه پېرلي دي.

 روى دواب ولسوالي

د روي دواب ولسوالۍ د پوهنې امريت د څارنې مدير عبدالرووف خير انديش وويل چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ١٣٠٠٠ زده کوونکي په ٤١ ښوونځيو کې درس وايي.

نوموړي زياته کړه چې د کتابونو د کمښت ستونزه له لسم تر دوولسم ټولګي پورې ٩٠ سلنه او له لومړي تر نهم ټولګي پورې ٦٠ سلنه ده.

 د دره صوف پايين ولسوالي

د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر وويل چې په دې ولسوالۍ کې په ٦٠ ښوونځيو کې ١٤ زره هلکان او نجونې په درس بوخت دي او له دې ډلې ٢٦ ښوونځي د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ساحو کې دي او ٣٣ په دولتي حاکميت کې شامل دي.

نوموړي وويل چې ددې ولسوالۍ په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ٦٠ سلنه ده.

 حضرت سلطان ولسوالي

د حضرت سلطان ولسوالۍ د پوهنې امر محمد اسحاق همکار زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې نږدې ٩٧٠٠ زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې  په ٣٢ ښوونځيو کې درس وايي  او د کتابونو د کمښت ستونزه يې ٥٥ سلنه ده. د کتابونو د کمښت دا ستونزه تر ډېره د لېسې دورې ټولګيو پورې اړه لري.

 د نخچير فيروز ولسوالي

د فيروز نخچير ولسوالۍ د پوهنې امير محمد بشير نويد د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې په ١٤ ښوونځيو کې څه باندې ٤٢٠٠ زده کوونکي درس وايي چې ٥٠ سلنه يې نجونې دي.

دهغه په خبره، ددې ښوونځيو د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ٤٥ سلنه ده، خو د ځينو زده کوونکو کورنيو  خپلو اولادونو ته له بازار نه کتابونه پېرلي او دا ستونزه يې تر يوې کچې حل کړې ده.

 د خرم سارباغ ولسوالي

د خرم سارباغ ولسوالۍ د پوهنې امر محمد قاسم خرم وويل چې په دې ولسوالۍ کې ٣٠ ښوونځي فعال دي او څه باندې لس زره او سل زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې دي، زده کړې کوي.

د هغه په خبره، په دې ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ٣٠ سلنه ده.

د سمنګانو مرکز ايبک

ددې ولايت د پوهنې رياست د پلان مديرعبدالودود د معلوماتو له مخې، په ايبک ښار کې څه باندې ٣٩٧٠٠زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې دي، په ٧٢ ښوونځيو کې درس وايي.

هغه وويل چې ددې ولايت په مرکز کې ٥٠ سلنه ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

 ځينې زده کوونکي او د هغوى د کورنيو مشران هم د کتابونو له نشتوالي شکايت کوي.

د ايبک د ژوندون درې سيمې د هلکانو لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي احمد خال وويل چې ددې ښوونځي په لسم ټولګي کې څلور درسي کتابونه( پښتو، مدني زده کړې، تفسير شريف او بيولوژي) نه دي وېشل شوي.

په لسم ټولګي کې ١٦ مضامين تدريس کېږي.

احمد خالد وويل:((د ښوونکو لخوا ددې مضمون نوټ هم نه ورکول کېږي، له همدې امله که چېرته موږ له ښوونځي فارغ شو، ددې مضامينو په اړه مو هېڅ هم نه دي په ياد او د ازموينې په ورځ به سپينه پارچه ورکوو.))

 د حضرت سلطان ولسوالۍ د اورلمش کلي اوسېدونکي نورخان وويل:(( جاوېد جان زوى مې د اولمش لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکى دى، حتى خپل نوم هم نه شي ليکلى، يواځې په نوم ښوونځى دى، سم کتابونه ورته نه وېشل کېږي، سم ښوونکى نه ورکوي، ښوونکى تنخوا اخلي او بس.))

نوموړي د پوهنې وزارت نه وغوښتل چې په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي او په ښوونځيو کې د درسي بهير له څرنګوالي جدي څارنه وکړي.

د سمنګانو د پوهنې رياست عمومي مدير ميرانشاه هم ددې ولايت په ښوونځيو کې د کتابونو کمښت مني او وايي چې په روان کال کې په دې ولايت کې څه باندې ٥٧٨زره ټوکه درسي کتابونه وېشل شوي، خو لا هم څه باندې ٥٤٢ زره ټوکه کتابونو ته اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه چې دا ستونزه يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې او وزارت ژمنه کړې چې د روان کال تر پايه به د اړتيا وړ کتابونه سمنګانو ته ولېږدوي.

په ټوليز ډول د سمنګانو د ٢٩٦ ښوونځيو د زده کوونکو شمېره ١١٣٠٠٠ته رسېږي چې نږدې ٦٤ زره يې نجونې  دي.

 د ودانيو نشتوالى

د سمنګانو د پوهنې سرپرست مشر فيروز الدين ثاقب وويل چې په دې ولايت کې ١٤٥٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ١٤ نورو ښوونځيو پر ودانيو کار روان دى او پاتې ١٣٧ ښوونځي په کرايي کورونو، جوماتونو او يا هم خېمو کې فعاليت لري.

د ښوونکو کمښت

د سمنګانو د پوهنې رياست د بشري سرچينو امر جمعه خان وويل چې د منظور شوي تشکيل له مخې، دا ولايت بايد ٢٧٢٠ ښوونکي ولري، خو ٢٣٧٠ دوولسم پاس او له هغه نه لوړ ښوونکي ګومارل شوي او ٣٥٠ نور د اړتيا او مسلکي ښوونکو د نشتوالي په سبب داسې کسان ګومارل شوي چې د تعليم  سويه يې له دوولسم ټولګي ښکته ده.

دهغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې ددې ولايت د ښوونځيو د تدريسي چارو مخته وړل، ١٠٠٠ ښوونکو ته اړتيا لري چې بايد وګومارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.