منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ښاریان: پولیس رانه د ساختماني کارونو پر سر پیسې اخلي

· ۷ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم ښاروالۍ پرېکړه کړې وه چې ناقانونه ساختماني کارونه او پر سر يې د پوليسو او د ناحيو د مامورينو له خوا د ناقانونه پيسو اخيستل بندوي، خو دغه چاره لا هم دوام لري.

هغوى ادعا کوي چې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحيو کې پوليس او د ښاروالۍ مامورين خلک د ساختماني چارو پر مهال په يوه او بله بهانه ځوروي او د کار په بدل کې ورڅخه پيسې اخلي.

د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، د ښاري اعمار او ساختماني چارو د پلاني کولو په موخه يې املاکي کمېسيون جوړ کړى او خلک يې هڅولي، چې خپل ساختماني کارونه له دغه کمېسيون سره په مشوره په قانوني توګه تر سره کړي.

هغوى د ساختماني چارو پر مهال ياد موارد نه ردوي، خو تر ډېره بريده د دغه کار پړه هم پر خلکو ور اچوي چې د قانوني لارو پر ځاى له ناقانونه لارو ساختماني کارونه کوي او په دې توګه زمينه برابروي چې پوليسو او د ښاروالۍ مامورينو ته پيسې ورکړي.

د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکى ٣٧ کلن عبدالباري وايي، څه موده وړاندې يې د خپل کور د ودانيو پر بام کټاره يا دېوال را ګرځاوه، خو پوليس به هره ورځ ورته راتلل او هغه به يې ځوراوه.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، نه يې په ساختماني توکو لار تړلې وه او نه يې بل ناقانونه کار کړى و، خو بيا يې هم د کار مخنيوى کېده.

دى وايي، پوليسو دا کار څو ورځې وکړ، ان تر دې چې د هغه په نه شتون کې يې له کارګرو د کار وسايل هم وړي او له کاره منع کړي وو.

عبدالباري زياته کړه: ((وروسته هماغو پوليسو راڅخه د ٥ زره افغانيو غوښتنه وکړه او راته ويې ويل، که پيسې ورنه کړم، نو کار نه شم کولاى، بالاخره مجبور شوم، چې پوليسو ته پيسې ورکړم او خپل کار بيرته پيل کړي.))

 

خو هغه زياته کړه چې پوليسو ورته د څو ورځو وخت وټاکه چې په همدې موده کې به کار خلاصوي، که داسې نه وي، نو بيا به يې کار بند کړي.

 

د ده په خبره، پوليسو ځکه ده ته موده وټاکله چې کار ژر خلاص شي او دوى رسوا نه شي چې ګواکې له ده يې پيسې اخيستې دي.

 

د کندهار ښار د چوڼۍ سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې د خپل يوه ساختماني کار په بدل کې يې هم پوليسو او هم د ښاروالۍ د ناحيې مامورينو ته پيسې ورکړي دي.

هغه زياته کړه، له خپل کور سره په خوا کې چې قانوني اسناد يې هم د ده په نوم دي دوکانونه جوړول، خو په يوه او بل نوم يې د کار مخنيوى کېده.

دى وايي، هم به پوليسو ځوراوه او هم به د اړوندې ناحيې مامورينو، تر دې چې دواړو غاړو مخامخ ورڅخه د پيسو غوښتنه وکړه.

د نوموړي په وينا، دا چې پر ساختماني توکو يې لګښت شوى و، و مجبور و چې هم پوليسو ته لس زره افغانۍ ورکړي او هم د ناحيې مامورينو ته.

خو د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى اوسېدونکى عزت الله چې د خپل ساختماني کار د پيلولو پر مهال يې د ښاروالۍ ټاکلي اصول پر ځاى کړي، وايي له کومې ستونزې سره مخ شوى نه دى.

هغه زياته کړه، پر خپله ځمکه يې مارکېټ جوړاوه، خپل ټول اسناد يې ښاروالۍ ته يووړل او د املاکي کمېسيون له خوا و ارزول شول او وروسته ورته د کار اجازه ورکړل شوه.

دى وايي، هيچا ته يې هم پيسې نه دي ورکړي، ځکه د خپل ساختماني کار د پيل لپاره يې قانوني کړنه کړې ده.

ده هم وويل، خلک هغه مهال پوليسو يا د ښاروالۍ مامورينو ته پيسې ورکوي چې ناقانونه ساختماني کارونه کوي.

د عزت الله په خبره، داسې موارد يو شمېر پوليس او د ناحيو مامورين د ځانونو لپاره يو فرصت ګڼي او د پيسو د تر لاسه کولو په بدل کې له مقابل طرف سره جوړ جاړى کوي.

 

د کندهار ښاروالۍ مسوولين همدا خبره کوي او وايي، هغه خلک چې ناقانونه ساختماني چارې تر سره کوي، هڅه کوي پوليسو يا د ناحيې مامورينو ته پيسې ورکړي، برعکس په ځينو مواردو کې کېداى شي پوليس او په خپله مامورين هم ناسمه استفاده وکړي او خلک وهڅوي چې په ناقانونه توګه ورڅخه پيسې واخلي.

 

د کندهار ښاروالۍ وياند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وويل، کندهار ښاروالي غواړي د ښار په پنځلسو ناحيو کې منظمه پراختيا رامنځته شي، ساختماني کارونه له ټاکلو اصولو سره سم وشي او ماسټر پلان پلى شي.

 

هغه زياته کړه، په همدې اساس په خپله د کندهار ښاروال تر نظر لاندې املاکي کمېسيون جوړ شوى چې د ښاروالۍ اړوند د بېلابېلو څانګو مسوولين يې غړيتوب لري، څو خلک د اعمار او ساختماني کارونو د تر سره کولو پر مهال ورته مراجعه وکړي.

 

خو د ده په خبره، له بدغه مرغه چې لا هم ډېرى ښاريان همکاري نه کوي، د دې پر ځاى چې د خپلو ساختماني کارونو پر مهال دغه کمېسيون ته مراجعه وکړي، زمينه برابروي چې پوليسو او يا د ناحيو مامورينو ته پيسې ورکړي او هغوى په ناقانونه توګه کار وکړي.

ولې هغه دا هم ومنل چې کېداى شي په ځينو مواردو کې په خپله د حوزو پوليس او د ناحيو مامورين هم له دې حالته ناسمه ګټه واخلي او خلک مجبور کړي چې د ساختماني کار په بدل کې ورڅخه پيسې واخلي.

څرګند يادونه وکړه، که خلک خپل ساختماني کارونه په قانوني بڼه تر سره کړي، نو هيڅکله به پوليس او نور هغوى مجبور نه کړي چې پيسې ورڅخه واخلي.

 

هغه وويل، څو مياشتې وړاندې ښاروالۍ د رسنيو له لارې خلکو ته خبر ورکړ چې هيڅوک نه شي کولاى له هغوى څخه د ناقانونه ساختماني کارونو پر سر پيسې واخلي.

 

د ده په خبره، په دې اړه هم له ملکي او هم نظامي ارګانونو سره خبرې شوې چې هر څوک ښاروالۍ ته مراجعه وکړي کار به يې له ځنډ پرته خلاصېږي او هغه ته به اجازه ورکول کېږي چې په قانوني ډول د خپلو کورونو، مارکېټونو او نورو ودانيو ساختماني چارې ترسره کړي.

 

په دې اړه څه موده مخکې له کندهار ښاروالۍ څخه په يوه خبر پاڼه کې هم خبردارى ورکړل شوى و چې په کې راغلي وو: ((په کندهار ښار کې له ډېرو خلکو څخه د ساختمان د جوړولو پر مهال د پولیسو او یا هم اړوندې ناحیې د مامورینو له خوا غیر قانوني پیسې اخيستل کېږي، د کندهار ښاریانو ته خبر ورکول کېږي د دغې چارې د مخنيوي او د خپلو ساختماني کارونو د تر سره کولو لپاره کندهار ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.))

 

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د کندهار ښار د ټولو حوزو امرينو ته يې خبر ورکړى چې خپل پوليس له دغه نوي ګام څخه خبر کړي او د خلکو د ازار سبب نه شي، که د ښاروالۍ مامور یا پولیس له خلکو څخه د تعميراتي کارونو پر پیسې واخلي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

 

څرګند دغو څرګندونو ته په پام يادونه وکړه چې کندهار ښاروالۍ د ناقانونه تعميراتي کارونو پر مهال تر هغه اړوند کارونه بندوي چې قانوني مراحل يې پوره کړي نه وي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه