سرپل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د سرپل د بلخاب ولسوالۍ يوه ٣٥ کلنه مېرمن ادعا کوي چې د مېړه تر لاس لاندې يې پنځلس کاله په تاوتريخوالي او ځور کې تېر کړي او کله يې چې عريضه هم کړې نو چا يې غږ نه دى اورېدلى.
خيرالنسا چې د بلخاب ولسوالۍ د مرک اوسېدونکو او د څلورو اولادونو مور ده، سرپل ښار کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شا وخوا اوولس کاله وړاندې يې د دوى په کلي (د بلخاب ولسوالۍ ترچ سيمه) کې د ياقوت په نوم له يو چا سره واده وکړ.
هغې زياته کړه چې مېړه يې تر دوه کلونو پورې ښه خوى ورسره کاوه، خو له هغه وروسته به يې نوموړې په بېلابېلو بهانو وهله ډبوله او څو ځلې اړه شوه چې د بلخاب و لسوالۍ چارواکو ته شکايت وکړي.
خو د يادې مېرمنې په وينا، هر ځلې يې چې عريضه کړې نو د قومي مشرانو په منځګړيتوب له خپل شکايت منصرفه شوې، څو د خپل مېړه تاوتريخوالى يو ځل بيا وزغمي.
خو هغې زياته کړه چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې مېړه له کوره وشړلهه او مېړه يې له پلار سره يو ځاى د ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر علي اقا په حضور کې ډبولې ده.
يادې مېرمنې وويل، د هغې ستونزې ته تر اوسه پورې له دې امله لاسرسى نه دى شوى چې د بلخاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر د دې د مېړه خوريې دى او هغه هم د خپل ماما پلوي کوي.
د يادې مېرمنې پلار سيد رضا د خپلې لور د خبرو په منلو سره وويل چې نوموړى او لور يې د يوه شخص له لوري چې پخوا يې په دغه قضيه کې منځګړيتوب کړى و، په مرګ ګواښل کېږي او ياد شخص ويلي چې که چېرې له عريضې په شا نشي نو وبه وژل شي.
سيدرضا زياته کړه چې اوس مجبور شوى چې له خپلې لور سره يو ځاى د دغه ولايت مرکز سرپل ښار ته راشي او دلته د عدالت غوښتنه وکړي؛ ځکه بلخاب کې چا د دوى غږ نه دى اورېدلى.
نوموړي له مسوول چارواکو وغوښتل چې د دوى ستونزې ته جدي لاسرسى وکړي.
د سرپل د ښځو چارو مشرې نسيمې ارزو وويل چې خيرالنسا د ښځو چارو رياست ته عريضه کړې او اوسمهال د امن په کور کې تر ساتنې لاندې ده.
د هغې په وينا، خيرالنسا له دې امله چې له زيات تاوتريخوالي سره مخ شوې، پر رواني ناروغۍ اخته شوې او درملنې ته اړتيا لري.
د ښځو چارو مشرې هم وويل چې نا امنۍ او په يو شمېر ولسواليو کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې امريتونو له لوري د تورنو کسانو نه احضارول، د دې لامل شوي؛ چې د دا ډول پېښو ډېرى زيانمن کسان د عدالت لپاره د ولايت مرکز ته مراجعه وکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د سرپل له امنيتي چارواکو سره خبرې وکړي، خو له ډېرو هڅو سره-سره په دې کار بريالى نه شو، خو د بلخاب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر د خيرالنسا او د هغې د پلار د ادعاو په اړه وويل، چې له قانون سره سم ځواب ويلو ته چمتو دى.
نوموړي په داسې حال کې چې وايي، خيرالنسا يې د ترور لور او د هغې مېړه يې ماما دى، زياته کړه؛ چې دا يوه کورنۍ قضيه ده، چې يو شمېر کسانو سياسي کړې او له هغې ناوړه ګټه پورته کوي.
نوموړي د يادې قضيې د سياسي کولو د څرنګوالي او د هغو کسانو په اړه چې د يادې قضيې د سياسي کولو هڅه کوي؛ جزيات وړاندې نه کړل.
پژواک دغه راز هڅه وکړه چې په دې اړه د خيرالنسا له مېړه سيدياقوت سره هم خبرې وکړي، خو له هغه سره اړيکه ټينګه نه شوه.
د سرپل د ښځو چارو په رياست کې يو شمېر چارواکي وايي چې په دغه رياست کې د روان کال له پيل راهيسې د تاوتريخوالي ٢٣ قضيې ثبت شوې دي.
خو د سرپل د عامې روغتيا رياست يو راپور ښيي، چې د روان کال په غويي او غبرګولي مياشتو کې يوازې د سرپل ولايت په مرکز کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٠ قضيې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










