کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩٥): په کابل کې د روزنتون يوه زده کوونکې ١٨ کلنه ملالۍ د خپل ژوند د اسانتياوو د نشتون په اړه شکايت کوي او وايي چې د علاوالدين په روزنتون کې د مستحقو کسانو بورسونه واسطه لرونکو ته ورکول کېږي.
ياده نجلۍ چې د خپل ژوند ١١ کلونه يې د علاوالدين په روزنتون کې تېر کړي او اوسمهال د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مور يې شپږ کاله وړاندې د زېږون پر مهال وفات شوې، پلار يې پخوا هم بې روزګاره و او اوسمهال سپين ږيرى دى.
هغې زياته کړه چې کله يې مور ژوندۍ وه، خياطي به يې کوله او ځينې وختونه به يې د خلکو په کورونو کې کار کاوه او دوى ته به يې له دې پلوه ډوډۍ پيدا کوله.
ملالۍ چې په ساړه اسويلي سره يې خبرې کولې، زياته کړه چې د خپلې مور له مړينې يو کال وروسته پلار يې له دې امله چې د دوى سرپرستي يې ونه کړاى شوه، نوموړې يې له خپلو درېيو خويندو سره يو ځاى روزنتون ته وسپارله.
يادې پېغلې نجلۍ چې د خبرو پر مهال له خپلو ګوتو سره لوبې کولې، څرګنده کړه چې دوه وروڼه يې چې په واټ کې کار کوي، يو يې پلاستيک پلورونکى دى او بل يې سپيلنى لوګى کوي او له خپل پلار سره اوسيږي.
ياده نجلۍ چې په سترګو کې يې د يوه روښانه راتلونکي هيله وه، وويل چې له لومړي ټولګي تر اوسه پورې د خپل ټولګي اول نمره ده.
دغې زده کوونکې زياته کړه، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې يې د نجونو د فوټبال ملي ټيم غړيتوب هم ترلاسه کړى او د لوبو ترسره کولو لپاره تر اوسه پورې دوه ځلې هندوستان او يو ځلې يې ترکيه ته سفرونه کړي چې ښه په کې ځلېدلې ده.
ملالې د خپلو خبرو په دوام کې پژواک ته وويل: "دا چې د خپلې کورنۍ تر ټولو لويه نجلۍ يم نو د خپلو خويندو او وروڼو په وړاندې د مسووليت احساس کوم او هغه معاش چې له فوټبال يې ترلاسه کوم نو په خپلو وروڼو او خويندو يې لګوم چې هغه هم بسنه نه کوي."
ملالۍ چې د خپل عمر ١٨ کاله يې له درد ډک تېر کړي، په داسې حال کې چې اوښکې يې په سترګو کې ډنډ شوې پژواک ته وويل، اى کاش چې خداى پاک ترې مور نه وى اخيستې.
يادې نجلۍ په ژړغوني اواز سره وويل، د مور مړينه يې د دې لامل شوه څو دوى له اصلي نړۍ څخه مجازي نړۍ ته چې بايد د ژوند نوم ورته ورنه کړو، ګام واخيست.
کله مو چې له ملالۍ وپوښتل چې په راتلونکي کې کوم مسلک زده کوې؟ په ډېر سخت حالت سره اوښکې له سترګو پاکې کړې، وويل: "غوښتل مې چې ډاکټره شم، خو اوس دا چې د دغه حکومت په رګ رګ کې فساد تيت شوى، هيڅکله هم خپلې موخې ته نشم رسېدلى."
ملالۍ د خپلې وړتيا او باور ترڅنګ، په يو شمېر ادارو کې د فساد له موجوديت شکايت وکړ، ويې ويل: "هر کال د اول نمره ګانو لپاره تحصيلي بورسونه راځي، خو بې واسطو ته نه ورکول کېږي، که چېرې مې په دغو بورسونو کې لاره پيدا کړه او بريالۍ شوم نو انشاءالله په راتلونکي کې کولى شم چې خپلې کورنۍ او هېوادوالو ته د ډاکټرۍ له لارې خدمت وکړم."
نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه؛ له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کې ټول بورسونه د واسطه لرونکو او زورواکو بچيانو ته ورکول کېږي.
دغې پېغلې نجلۍ په ياد روزنتون کې موجوده ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې د ليلې کړکۍ جالۍ نه لري او د شپې ډېرى وخت د ماشو د شتون له امله ارامه خوب نه کوي.
نوموړې ورته مهال د نجونو لپاره د تشناب له نشتون څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل، په کومه ليليه کې چې دوى ژوند کوي، هلته يواځې يو تشناب موجود دى چې هم هلکان او هم نجونې ترې ګټه اخلي.
ملالۍ له مسووله ادارو وغوښتل، څو د دوى يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
روزنتون داسې يو ځاى دى، چې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابروي او ترڅنګ يې بېلابېلې حرفې هم ور زده کوي.
په روزنتون کې له ٤ کلنۍ څخه تر ١٨ کلنۍ پورې ماشومان ساتل کېږي.
په ټول افغانستان کې ٧٠ روزنتونونه موجود دي چې له دې ډلې يې ٣٥ دولتي او نور يې د غيرحکومتي بنسټونو له لوري جوړ شوي چې په ټوليز ډول په دغو روزنتونونو کې ١٢٠٠٠ ماشومان ساتل کېږي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې ٧٩ روزنتونونه شتون لري چې ٣٥ يې دولتي او ٤٤ يې خصوصي دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د روزنتونونو د همغږۍ او انسجام مشر مطيع الله وهاج، واسطه لرونکو کسانو ته د بورسونو د ورکړې په اړه پژواک ته وويل، چې بورسونه په مستقيم ډول د کار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا نه وېشل کېږي، بلکې امنيتي ارګانونه يو شمېر بورسونه په مستقيمه توګه د شهيدانو کورنيو ته ورکوي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، يو شمېر نور بورسونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ازموينې پر بنسټ مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










