لښکرګاه (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): د هلمند يو شمېر کروندګر د هندواڼو او خټکيو له حاصلاتو خوښ نه دي خو وايي چې سږ کال يې د خرڅلاو بازار ښه دى.
د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کې د هندواڼو په مارکېټ کې د ناوې ولسوالۍ يو ګروندګر روزي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو ناروغيو له امله سږ کال يې د هندواڼو او خټکيو د حاصلاتو کچه ټيټه ده.
ده وويل: ((په دې ولايت کې د هندواڼو او خټکيو ډېرو پاليزونو د ژړ او پېس په نوم مرضونه کړي چې له امله يې څلورمه برخه حاصلات کم شوي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ناروغۍ د هلمند د نورو سيمو په پرتله په ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې ډېرې ليدل شوې دي.
هغه وايي: ((دولت او ځينې موسسې د کرنې په برخه کې غير مسلکي او نا مسوول کسان تريننګونو او ورکشاپونو ته بيايي چې بيا يې کروندګرو ته هېڅ ګټه نه رسېږي او بيا دغسې حاصلات يې مرض وهي.))
روزي محمد وويل چې له دې ټولو ستونزو سره سره سږ کال د هندواڼو او خټکيو د خرڅلاو بازار ګرم دى.
دا مهال د هلمند د خټيکو او هندواڼو په بازارونو کې يوه غټه هندواڼه له ٥٠ تر ٧٠ افغانيو او يوه وړه هندواڼه ٣٠ افغانيو په شاوخوا کې پلورل کېږي.
دغه راز د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي محمد بيان هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه ټيټه ده خو د خرڅلاو بازار يې ښه دى.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه په سمه توګه د هندواڼو او خټکيو پالېزونه نه دي رسېدلي خو بازار يې ښه ګرم دى.))
هغه وويل چې اوسمهال د هلمند د هندواڼو او خټکيو په بازارونو کې د هرات، کابل، غزني او ځينو نورو ولايتونو سوداګر د هلمند هندواڼې او خټکي په لوړه بيه اخلي او خپله هلمند ته هېڅ نه پاتې کېږي.
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د پالېزونو د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې له کروندګرو سره پوره مرسته وکړي.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ ېو بل کروندګر حاجي محمد پژواک ته وويل: ((دا څو کاله کېږي چې زموږ پالېزونه سم حاصل نه ورکوي او نه پوهېږم چې څه وکړو.))
د هغه په اند، د يو شمېر نورو افتونو تر څنګ په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د مرميو او نورو چاودېدنکو توکو د دود له امله هندواڼې، خټکي او نور توکي سم حاصلات کوي.
د حاجي محمد په وينا، په تېرو څو کلونو کې سږ کال يواځينى کال دى چې د دوى حاصلات په چټکۍ او ښه بيه پلورل کېږي.
يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير شاه محمد بيا وايي چې د دې ولايت په ډيرو سيمو کې هندوانو او خټکيو پاليزونه تر اوسه نه دي رسيدلي.
ده وويل: ((د هندواڼو او خټکيو د حاصلاتو کچه ټيټه نه ده داچې بازار ته کم راځي په ځينو ځايونو کې تر اوسه پاخه شوي نه دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ناوې او ګرمسير ولسواليو کې تر نورو سيمو کې د هندواڼو او خټکيو ډير پاليزونه ډير دي او د دې ولسواليو د هندواڼو او خټکيو حاصلات ښه بازار هم لري.
ده هم وويل چې ځيني وختونه پاليزونه له ناورغيو سره مخ کيږي خو دوى هڅې کوي ترڅو په خپل وخت يې د نا روغيو مخنيوي وکړي.
د هلمند ولايت په ځمکو کې د هندواڼو او خټيکو ترڅنګ، غنم، کوکنار، سابه، جوار، لوبيا، پنبه، ريحان او ځيني نور موسمي توکي کرل کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










