کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٥): د امريکا نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په کورنيو او بهرنيو خصوصي پوهنتونونو کې د ليسانس او ماسټرۍ په برخو کې د ٩٠٠ افغان ښځو د تحصيل په برخه کې مرسته کوي.
د امريکا شارژدافير مايکل رينور (Michael Raynor) چې په کابل کې د ياد هېواد په سفارت کې خبرې کولې، وويل، ټاکل شوې چې د ٧٢٠ افغان ښځو لپاره د افغانستان په داخل کې د ليسانس سند ترلاسه کولو په موخه د زده کړو زمينه برابره شي.
پر دې سربېره نوموړي وويل چې د ١٨٠ ښځو لپاره د ماسټرۍ په برخه کې د افغانستان په ګاونډ هېوادونو لکه هندوستان او نورو کې د تحصيل زمينه برابروي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ياد پروګرام په افغانستان کې د ښځو ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا د پراختيايي ادارې د پخوانيو کړو ژمنو يوه برخه ده.
نوموړي زياته کړه چې د لوړو زده کړو په موخه د افغان ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل دوام په موخه د پروموټ پروژې د تحصيلي بورسونو له لارې د ياد پروګرام عملي کولو لپاره د اسيا بنسټ (Asia Foundation) په واک کې ١٥ مليون ډالر ورکوي.
د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د پروموټ پروژه په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د ٢١٦ مليون ډالرو په ژمنې سره د افغان ښځو د فرصت او ظرفيت لوړولو په موخه پيل کړه، څو دوى وکولى شي چې د حکومت، خصوصي سکټور او مدنې ټولنې په برخو کې لوړو مقامونو ته ورسيږي.
د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د پروموټ پروژې له لارې تر ٢٠١٨ زېږديز کال پورې ٧٥ زره افغان ښځو ته د تحصيل د دوام لپاره د تحصيل زمينه برابره شي.
رينور د خبرو په دوام کې وويل: "موږ نن په داسې يوه غونډه کې ګډون کړى، چې د ښځو د پياوړتيا په برخه کې د امريکا د ستراتيژيکې پانګونې د دوام څرګندويه ده او د افغان ښځو د شخصي پرمختګ او پياوړتيا لپاره موږ ت هيله او فرصت راکوي."
افغانستان کې د اسيايي بنسټ استازي عبدالله احمدزي وويل، چې اسيا بنسټ به د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې له ٩٠٠ افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، څو دوى په ټولنه کې د بدلون د مهم عامل په توګه راڅرګندې شي.
افغانستان کې د اسيايي بنسټ د چارواکو معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې سږ کال د ٧٢٠ ښځو لپاره د ليسانس سند او ١٨٠ ښځو لپاره په راتلونکي کال کې د ماسټرۍ په کچه د تحصيل زمينه برابره شي.
د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په يادو مراسمو کې ګډون درلود.
نوموړي د پروموټ پروژې له لارې د تحصيلي بورسونو له معرفۍ د خوښۍ ترڅنګ وويل، چې علم د سولې بنسټ، ثبات، پرمختګ او د ژوند سوکالي ده.
عبدالله زياته کړه، چې په تېرو څوارلس کلونو کې د افغان مېرمنو په ژوند کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
نوموړي په بېلابېلو ډګرونو کې د امريکا متحده ايالاتونو له مرستو د مننې ترڅنګ زياته کړه، چې دغه هېواد له افغانستان سره نه يوازې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته کړې، بلکې د افغانستان د پرمختګ لپاره يې هم بنسټيز کارونه ترسره کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










