کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د هېواد وتلي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې چې د راتلونکې سې شنبې ورځ د نېکمرغه کوچني اختر امکان کم دی او کېداى شي چهارشنبې (د چنګاښ ١٦مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
کندهاري د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوشنبې په ورځ به په افريقايي هېواد مراکش کې د شوال مياشت د ٢٠ دقيقو لپاره، خو په سعودي کې د اتو دقيقو لپاره د ليدلو وړ وي.
هغه زياته کړه، دغه راز به په اروپا او امريکا کې که هم د مياشت د ليدو هڅه وشي او امکان لري چې وليدل شي.
د نوموړي په وينا، د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د اختر مياشت د درېيو دقيقو لپاره ليدل کېداى شي، خو دلته د وسايلو د نشتوالي او د وخت د کموالي له امله ممکن نه دى وليدل شي.
کندهارى وايي: ((د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اختر امکان کم دى؛ ځکه چې په سعودي کې د اتو دقيقو لپاره سپوږمۍ د ليدلو وړ وي، خو په دومره کم وخت کې فکر نه کوم چې سعوديان يې وليدلی شي.))
نوموړي زياته کړه، ډېر امکان شته سې شنبې د روژې ٣٠ مه او په سبا يې چهارشنبې د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
بلخوا په ځينو عربي هېوادونو کې هم وړاندوينې شوې چې ګوندې اختر به د چهارشنبې په ورځ وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










