منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ستره محکمه : چهارشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۵): د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د اختر میاشت ونه لیدل شوه، ځکه نو سه شنبه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه به د نیکمرغه کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې د دارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم د چنګاښ په ۱۴مه، په ملي تلویزون کې اعلان وکړ، چې په سعودي کې میاشت نه ده نیول شوې او د سعودي د محکمې د اعلان له مخې اختر به د چهارشنبې په ورځ وي.

تر دې مخکې ځینو خلکو وړاندوینې کړې وې، چې ګوندې سه شنبه به د کوچني اختر لومړي ورځ وي.

د پژواک خبري اژانس اداره ټولو هیوادوالو او مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور