منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني د ګیلان خلک هر اړخیز خدمات غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

غزني (پژواک، ۱۸ چنګاښ ٩٥): د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولسوالۍ لپاره هېڅ کار نه دى شوى او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د ګيلان ولسوال عبدالکريم تره کي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او حکومتولۍ په برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((شپږ میاشتې مخکې دلته مقرر شوم په ټوله ولسوالۍ کې درې مامور حاضر و هېڅوک نه راتلل خو امتیاز يې اخیستل کېده.))

ده وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره هېڅ راز مرستې نه دې شوط نو ځکه يې اقتصاد هم کمزورى دى.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ويې ويل: ((له کابل څخه د دې ولسوالۍ په نوم مرستې راغلې دي خو ځيني کسانو پر ځانونو ويشلي دي او خلکو ته يې نه دي ورکړي.))

دغه راز هغه وويل: ((پخوا مو چې دا ستونزې چارواکي ته يادولى، نو ويلي به يې چې ګيلان کې امنيت سم نه دى اوس خو په ټول ګيلان کې امنيت ښه دى.))

هغه زياته کړه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو تر منځ پوره همغږي شته او خلک هم د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

د تره کي په وينا، د ګيلان په ټوله ولسوالۍ کې ښځينه ډاکترانې نشته دي چې له امله يې ډېرى وخت ناروغې مېرمنې روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وويل چې يادې ستونزې يې تر اوسه څو ځلې د غزني له لومړي درجه چارواکو سره شريکې کړي خو کومه پايله يې نه لرله.

د ګيلان ولسوالۍ قومي مشر حاجي الله نور هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((دلته شفاخانه نشته، مکتب نشته او خلکو ته د کار زمينه هم نه ده برابره شوې خلکو له ستونزو سره مخ دي يوه مړۍ ډوډۍ نه شي پيدا کولاى.))

ده تور پورې کړ چې په تېرو کلونو کې له ګيلان ولسوالۍ سره مرستې شوې خو چارواکو په خپلو کې سره وېشلي دي.

د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې دي.

هغه وويل چې له امنيتي پلوه دغه ولسوالۍ د هرې پروژې د پلې کولو لپاره چمتو ده.

ده زياته کړه: ((موږ په امنيتي برخه کې ډېرې ستونزې نه لرو که حکومت وغواړي نو کولاى شي دلته پروژې تطبيق کړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي محمد امان هميم پژواک ته وويل چې د غزني د ښار او ولسواليو د ټولو ستونزو په اړه يې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

هغه وويل: ((هغوى ژمنه کړې او دغه ستونزې به ژر هوارې شي.))

ګيلان د غزني له لرو پرتو ولسواليو ده چې په ټوله ولسوالۍ کې يواځې دوه ښوونکي سلګونو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه