منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرنې وزارت پر بڼوالو ٢٩١ ټانکرونه په وړيا ډول وېشلي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

 کابل(پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې د پستې باغونو د منظم خړوب په موخه پر ګروندګرو ٢٩١ ټانکرونه چې د درې زره لېترو ظرفيت لري په وړيا ډول وېشلي دي.

 دغه ټانکرونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مال ساتنې د ملي پروژې(NHLP) پروګرام له لارې وېشل شوي دي.

 ددې پروژې د چارواکو د معلوماتو له مخې، بڼوالو ته له ټانکر سره شپېته متره يو اينچه پايپ هم ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې د يادو ٢٩١ ټانکرونو له ډلې يې ٦٠ ټانکرونه په تخار ولايت، ٧٠ ټانکرونه په کندوز ولايت، ٣٥ ټانکرونه په بدخشان او ١٢٦ ټانکرونه په بغلان ولايت کې وېشل شوي دي.

د يادې پروژې د چارواکو په خبره، د پستې له هر درييو نه تر پنځو جريبه بڼ لپاره يو ټانکر وېشل شوى دى.

 پسته  پخوا د افغانستان له مهمو او وچو صادراتي ميوو څخه ګڼل کېده، خو ګڼ ځنګلونه يې د جګړو پرمهال له منځه تللي دي.

چارواکي وايي چې اوسمهال د بڼوالۍ او مال لرلو ملي پروژې له لارې هڅه کېږي چې د پستې بڼوڼو په جوړولو سره چې په لرې غرنيو سيمو کې ښه پايله لري، د کروندګرو د حاصلاتو او له هېواد نه د پستې د صادراتو کچه لوړه کړي.

د هغوى په خبره، ددې پروژې له لارې ګروندګرو ته د پستې باغونو د جوړولو په موخه د پستې نيالګي، ساتونکې جالۍ او د اوبو ټانګرونه وېشل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه