منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په هرات کې د هند د لومړي وزير انځور کښونکي پر مرګ ګواښل شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

هرات (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د هرات ځايي چارواکي وايي، دوه ځوان هنرمندان چې د سلما بند د پرانيستې په مناسبت يې د هند د لومړي وزير تصوير کښلى و، "د طالبانو د ګواښ" له امله تر امنيتي څارنې لاندې نيول شوي دي.

دغه دواړه هنرمند ځوانان او پلار يې، پرون (د چنګاښ ١٩مه) د ملي اردو په يوه چورلکه کې له چشت شريف ولسوالۍ نه د هرات ښار ته ولېږدول شول.

نثار احمد رحيمي او رفيع احمد رحيمي، دوه وروڼه دي چې نقاشان دي او په چشت شريف ولسوالۍ کې ژوند کوي. دوى څه موده وړاندې د سلما بند د پرانيستې په وياړ د هند د لومړي وزير نريندرا مودي او ولسمشر اشرف غني انځورونه نقاشي کړي وو.

دغه دواړو وروڼه وايي چې له هڅو سره سره نه دي توانېدلي چې خپله ډالۍ د هند لومړي وزير او د هېواد ولسمشر ته وسپاري، دوى ادعا کوي چې د دغه کار له امله د يوه ځايي طالب قوماندان له خوا پر مرګ ګواښل شوي دي.

نثاراحمد رحيمي دوه کاله وړاندې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغ شوى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په چشت شريف ولسوالۍ کې د طالبانو د ځايي قوماندان ملا عبدالرحمن مالدار له خوا د ټيلېفون په وسيله ګواښل شوي دي.

هغه وويل چې دغه طالب قوماندان د هند او افغانستان د مشرانو د انځورونو کښل د بت له کښلو سره تشبيه کړل، دا کار يې د اسلام خلاف وباله او دوى ته يې ګواښ وکړ چې له همدې امله به محاکمه شي.

ځوان هنرمند رفيع احمد هم وويل: ((موږ له زرګونو هيلو سره او د سلما بند د پروژې د پرانيستې لپاره چې کلونه انتظار مو ورته کړى و، د دوو هېوادونو د مشرانو انځورونه کښلي وو، خو اوس مو ژوند له ګواښ سره مخ شوى دى.))

هغه وويل چې له حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشره غواړي د دوى ځان په خطر کې دى او بايد امنيت يې خوندي شي.

د يادو دوو ځوانانو پلار امير محمد چې له خپلو زامنو سره هرات ښار ته راغلى، د اندېښنې په څرګندولو سره يې وويل چې دا ګواښ جدي دى او بايد وڅېړل شي.

هغه وويل: ((له دې وروسته هېڅ ډول ځاني مسووليت نه لرو، حتى څو ورځې کېږي چې کوچني زامن مې هم ښوونځي ته له تګ پاتې دي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د دواړو ځوانو هنرمندانو د کورنۍ  امنيت لپاره يې جدي امنيت تدابير نيولي او ټاکل شوې چې له ولسمشر سره يې د ليدنې زمينه هم مساعده شي.

د چشت شريف امنيه قوماندان عبدالقادر سروري هم وويل چې د دې موضوع په اړه له خبرېدو وروسته يې د دغو هنرمندانو د کورنۍ د امنيت لپاره جدي امنيتي تدابير نيولي دي.

سلما بند د افغانستان له خلکو سره د هند د دولت او خلکو  د ٣٠٠ ميليون ډالره مرستې او لګښت سره د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې جوړ شوى دى. دغه ستره پروژه تېره مياشت هرات ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي او ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال پرانېستل شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور