منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په هرات کې نټ ګېمونو د ځينو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د درس مخه نيولې”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

هرات ښار(پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): له نټ ګېمونو د جدي څارنې نشتوالى د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د درس پر وړاندې خنډ ګرځېدلى او دا کار د ځينو کورنيو د اندېښنې سبب شوى.

له دې ډلې کمپيوټري لوبې په دې وروستيو کې په هېواد په ځانګړي ډول هرات ولايت کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له هر کلي سره مخ شوې دي، دا ټولې لوبې په ټوليز ډول په نټ ګيمونو کې تر سره کېږي.

نټ ګېم داسې يو ځاى دى چې هلته په کې کمپيوټري لوبې کېږي.

اوسمهال د هرات په اکثرو سيمو کې نټ ګيمونه فعال دي او هره ورځ لسګونه ماشومان او تنکي ځوانان  د کورنيو له اجازې پرته ورځي او کمپيوټري لوبې په کې کوي.

يو شمېر کورنۍ وايي چې له نټ ګيمونو د څارنې د نشتوالي په سبب ځينې ماشومان او تنکي ځوانان د ښوونځي له درسي ساعتونو تښتي او په نټ ګيمونو کې کمپيوټري لوبې کوي.

د شکريې په نوم يوې مور پژواک ته وويل:(( دا نټ ګيمونه د ډېرې اندېښنې وړ دي، ځکه چې زموږ ماشومان له درس او زده کړې لرې ساتي، ددې په ځاى چې زموږ د اولادونو ذهن درس ته وګرځوي، تل يې فکر له نټ ګيم سره وي او ماشومان له کوره د ښوونځي په بانه تښتي، ګيم نټ ته ځي او په نټ ګيم بوخت وي.))

د فيروز الدين په نامه يوه پلار وويل:((هر چېرته يو نټ ګيم دى، دغه نټ ګيمونه زموږ د ماشومانو په رواني او روحي حالت بده اغېزه لري، مثلا کله چې يو ماشوم ٢٤ ساعته ګيم کوي، اشتها يې له منځۀ ځي او دا چې له درسه څومره لرې پاتې کېږي، حتى په ځينو حالاتو کې ددې سبب کېږي چې خپل ماشوم ډاکټر ته يوسو.))

 د هرات اوسېدونکي عزيز احمد پژواک ته وويل:((نټ ګيم د ماشومانو، تنکيو ځوانانو او حتى ځوانانو په يوه فوق العاده سرګرمي بدل شوى، موږ يې مخالف نه يو، خو بايد ټاکلى وخت ولري او څارنه يې وشي.))

هغه له چارواکو غواړي چې نټ ګيمونو ته قانوني بڼه ورکړي او مثبته ګټه ورنه وشي.

١٣ کلن حسين پژواک ته وويل چې د ښوونځي له رخصتېدو وروسته د سرګرمۍ لپاره نټ ګيم ته ورځي.

هغه زياته کړه:((ددې لپاره چې په کوڅو کې لوبې ونه کړو، نټ ګيم ته راځو او هره ورځ له شپږو تر اوو ساعتونو پورې تېروو، بشپړه لېوالتيا مو ورسره موندلې، زما په اند تر ټولو غوره تفريح ګيم لوبه ده، په ځاګړي ډول د Clash of clalsh – candy crash لوبې.))

١٦ کلن محمد رحيم پژواک ته وويل:((د کرش پڅه لوبه مې ډېره خوښه ده، هره ورځ يې اته ساعته کوم، اوس پرې بيخي روږدى شوى يم، دا يوه ډېره ښه سرګرمي ده، دا لوبه زما مينه ده.))

خو د هرات ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظيم مدير عبدالرحيم مرادي چې د نټ ګيمونو د څارنې مسووليت هم ور دغاړې دى، پژواک ته وويل چې تر اوسه يې د نيټ ګيمونو د فعاليت د څرنګوالي په اړه جدي څارنه نه ده کړې، خو ځينو هغو ته يې سپارښتنې کړې، څو ماشومان د خپلو نټ ګيمونو له لارې بې  لارې نه کړي.

نوموړي زياته کړه:((څارنه کوو، خو دا چې موږ لاړ شو او ټول نټ ګيمونه چک او وپلټو، په هغه سويه نه ده. يواځې ځو، پلټنه او سپارښتنه کوو چې له نيټ ګېمونو ناوړه کار ونه خيستل شي او ماشومان منحرف نه شي.))

په هرات کې يوه ارواپوهه وحيده صمدي د نټ ګيم د زيانونو او ګټو په اړه وايي چې له کمپيوټري لوبو نه د مثبتې کارونې پر ځاى منفي اړخ زيات دى.

هغې زياته کړه چې په ماشومانو کې د تاوتريخوالي روزنه د جنګي ګيمونو له لارې کېږي ددې ترڅنګ ماشومان ګوښه والي، پر نفس د باور کمښت، ماشومانو او نوو ځوانانو ته د جسماني ستونزو پيدا کېدو، له درس او زده کړې پاتې کېدو او کورنۍ ترمنځ د اختلافاتو پيدا کېدو سبب کېږي.

هغې وويل:((لږ تر لږه بايد زموږ فرهنګي اړخ په پام کې ونيسي چې هېواد ته واردېدونکې لوبې بايد ماشومانو ته جسماني او رواني ستونزه ونه لري، تاوتريخوالى دود نه کړي، په افغاني ټولنه کې چې هره ورځ ماشومانو ته تاوتريخوالي ور زده کول کېږي، موږ بايد لږ تر لږه د کمپيوټري سياليو له لارې دا چاره دود نه کړو او هېواد ته په را واردېدونکو لوبو کنټرول ولرو.))

 مېرمن صمدي د هرات له ځايي ادارې وغوښتل چې نټ ګيمونه دې د روزنيزو لوبو په برابرولو سره قانوني کړي.

سره له دې چې په نورو هېوادونو کې له نټ ګيمونو څخه د ماشومانو د استعداد غوړېدو لپاره کار اخيستل کېږي، خو په افغانستان، په ځانګړي ډول هرات ولايت کې د مسوولينو دجدي  څارنې د نشتوالي په سبب د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د زده کړې د مخنيوي سبب شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه