قلعه نو (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): په بادغيس ولايت کې ٥١٠ تنه چې ٣٢٠ يې ښځې دي، د بېلابېلو حرفوي زده کړو له شپږ مياشتنيو کورسونو فارغ شول.
دغه روزنيز پروګرام د پراختيا او بيارغونې د همغږۍ نادولتي موسسې له خوا د امريکا متحده ايالتونو په مالي مرسته ترسره شوى دى.
يادو ٥١٠ تنو ته نن د بادغيس په مرکز قلعه نو د يوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه او د اړوندو حرفو د کار وسايل ورکړل شول.
دغه معلومات د يادې موسسې مشر غلام صديق، پژواک خبري اژانس ته ورکړل او ويې ويل چې په دې روزنيز پروګرام کې شاملو ښځو ته په پنځو برخو (غالۍ اوبدلو، خياطۍ، کمپيوټر، ارايشګرۍ او خامک ګنډلو) او شاملو نارينه وو ته د (کرنې، مالدارۍ او شاتو مچيو د روزنې) په برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.
هغه وايي، د دغه روزنيز پروګرام ګډونوالو ته د اړوندې حرفې د کار وسايلو تر څنګ، هره مياشت کې د ترانسپورټ لپاره شل امريکايي ډالر هم ورکړل شوي دي.
د ده په وينا، په يادو کورسونو کې شامل کسان د بادغیس د مرکز اوسېدونکي دي او د دغه ولايت په مرکز قلعه نو کې زده کړې ورکړل شوي دي.
هغه د دغه روزنيز پروګرام ټول لګښت په ګوته نه کړ.
له دغه پروګرام څخه فارغ شوي کسان خوښ دي.
٢٥ کلنه زېبا وايي، خوښه ده چې د غالۍ اوبدل يې زده کړي او د کار وسايل يې هم ترلاسه کړي دي.
هغې وويل چې اوس کولاى شي له دې لارې له د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.
٣٠ کلنه عايشه چې تر دوولسم ټولګي زده کړې لري او د ياد روزنيز پروګرام له لارې يې د کمپيوټر کارول زده کړي وايي چې د بېلابېلو ستونزو له امله يې لوړې زده کړې ونه شو کړاى، خو اوس د کمپيوټر زده کړې ته خوښه ده ځکه کولاى شي چې په رسمي دفترونو کې د ځان لپاره کار پيدا کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










