منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د غزني خصوصي پوهنتونونو سوداګري روانه کړې”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ۹۵): د غزني يو شمېر اوسېدونکي له خصوصي پوهنتونونو شکايت کوي او وايي چې په دغو پوهنتونونو د زده کړو پر ځاى سوداګري روانه ده.

د غزني ښار اوسېدونکي نعيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خصوصي پوهنتونونو لګښت لوړ دى خو محصلينو ته معيارې او اړينې زده کړې نه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: ((شخصي پوهنتونونه د تجارت لپاره جوړ شوي په هر نوم له محصل نه پیسې اخلي یوازې د داخلې يې پنځه زره افغانۍ دي.))

نعيم الله وايي چې ورځ تر بلې په دغه ولايت کې د خصوصي پوهنتونونو شمېر ډېرېږي خو درسي کيفيت نه لري.

د غزني بل اوسېدونکي بسم الله هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په خصوصي پوهنتونونو کې سوداګري روانه ده.

هغه وايي: ((ما هم په يو خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې خو سويه يې ډېره ټيټه وه اوس غواړم چې د شپې پوهنتون لپاره ازموينه ورکړم او په يو دولتي پوهنتون کې ځان شامل کړم.))

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((يواځې يو څو پاڼې چپټر چاپ کړي بيا په محصلينو په دوه يا درې سوه افغانيو خرڅوي، دغسې ډېرې بهانې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره جوړوي.))

د غزني ښار يو بل اوسېدونکی رحمت الله بيا وايي چې د ډېرو خصوصي پوهنتونو اسناد ځکه د باور وړ نه دي چې له وزارت سره ثبت شوي نه دي.

هغه په دې برخه کې د کوم پوهنتون نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((که څوک غواړي پاخه او اساسي اسناد ولري نو دولتي پوهنتون دې ووايي.))

خو له خصوصي پوهنتون څخه نوي فارغ شوي محصل محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د دولتي پوهنتونونو په پرتله په خصوصي پوهنتونونو کې د درس کيفيت لوړ دى.

ده زیاته کړه: ((دولتي پوهنتونونه ټول له تعصب څخه ډک دي، موږ يې وینو چې په هر دولتې پوهنتون کې د پښتو او فارسي پر سر باندې شخړې کېږي او استادان هم پر وخت درس ته نه حاضريږي.))

دغه راز د ولايتي شورا غړي او د غزني پوهنتون استاد حميدالله سروري هم پر شخصي پوهنتونونو نيوکه وکړه او ويي ويل چې په دې پوهنتونونو د درس پر ځاى سوداګري روانه ده.

هغه زياته کړه: ((د شخصي پوهنتونونو ډېرى استادان کدري، ماسټر او ډاکټر نه دي او بله دا چې يو محصل غير حاضر وي خو پيسې ورکوي او په ازموينو کې بريالي کېږي.))

ده وويل چې حکومت بايد د خصوصي پوهنتونونو د اصلاح په برخه کې جدي اقدام وکړي؛ ځکه که خصوصي پوهنتونونه په دې ډول روان وي نو د هېواد راتلونکی به له لوى ګواښ سره مخ کړي.

خو د غزني د دولتي پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځې د پښتو څانګې محصل اسدالله پژواک ته وويل چې په دولتي پوهنتونونو کې له پلان سره سمې زده کړې روانې دي.

هغه وايي: ((دولتي پوهنتون کې هم درس شته او هم حاضري خو په خصوصي پوهنتون کې نه درس شته او نه حاضري، يواځې وخت ضايع کول او د اسنادو اخيستل دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني پوهنتون ډېرى استادان ماسټران او يو يا دوه تنه يې ډاکتران هم دي.

خو په غزني کې د مسلم خصوصي پوهنتون مشر خيرالدين نثار يادې څرګندونې رد کړې.

هغه وايي چې د خصوصي پوهنتونونو ټول استادان لوړې زده کړې لري او له زده کوونکو څخه په بېلابېلو بهانو پيسې هم نه اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ له هر محصل څخه معينې پيسې اخلو چې له هغو د استادانو معاش او د ځاى کرايه ورکوو.))

د هغه په وينا، که څوک يې د پوهنتون د ناسمو کړنو په اړه اسناد لري نو وړاندې دې کړي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په غزني کې د هر پوهنځې د سمسټر فيسونه (پيسى) توپير لري چې له لسو زرو افغانيو څخه شروع ان تر ٤٠ زرو  افغانيو رسېږي.

په غزني کې دا مهال دوه دولتي او درې خصوصي پوهنتونونه دي چې په دولتي پوهنتونونو کې ٤٠٠٩ تنه زده کړې کوي چې نږدې پنځه سوه يې نجونې دي او ٩٠ استادان لري.

دغه راز د غزني په خصوصي پوهنتونونو کې نږدې څلور زره کسان زده کړې کوي چې سلګونه يې نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني او پلازمېني کابل تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلک د خصوصي پوهنتونونو د زده کړو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه