کابل (پژواک،٢٨چنګاښ ٩٥): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې افغانستان کې په نشه يي توکو د ٨٥٠زرو ښځو اخته کېدل، د ښځو روږديتوب منفي پايلو په اړه د کورنيو د روغتيا او روان په اړه ګواښ وکړ.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي دا موضوع نن په هغه کنفرانس کې چې "نشه يي توکي موږ بربادوي، راځئ چې پر وړاندې يې يو موټى شو" تر نوم لاندې کابل کې جوړ شوى و، په ډاګه کړه.
نوموړې وويل چې له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت، عامې روغتيا وزارت او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د قانون نافذولو او له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې د ٢٠١٥ کال څېړنې له مخې، افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ٣ ميليونو او ٦٠٠زرو کسانو ته رسېده.
مېرمن عظيمي يادونه وکړه چې د دې شمېرو له مخې، افغانستان کې ٨٥٠زره ښځې او ١١٠زره ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې د دې مطلب په څرګندولو سره چې دا شمېرې د اندېښنې وړ دي، وويل: "کله چې د کورنۍ يو غړى په نشه روږدى شو، ډېر ژر د ماشومانو په ګډون نور غړي هم پرې اخته کېږي."
سلامت عظيمي زياته کړه چې ناسم اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي شرايط د دې لامل کېږي څو ډېرى خلک نشو ته مخه کړي.
د ياد حکومتي مقام په وينا، نشه يي توکي او قاچاق يې هېواد کې د ناامنيو ستر لامل دى.
د ښځوو چارو وزيرې دلبر نظري وويل چې نشه يي توکي، د ښځو او ځوانانو په وړاندې د خپور شوي دام په څېر دي او بايد دې کرغېړنې پديدې سره مبارزه وشي.
د هغې په وينا، عامه خدمتونو او ورزشي فعاليتونو کې د ښځو شتون پراختيا، د ښځو په وړاندې د تاوترېخوالي کمښت، له قانوني عمر څخه په ټيټ عمر او د اجباري ودونو مخنيوى، ودونو کې د ناسمو دودونو کمول، د ښځو د وړتياوو او ظرفيتونو لوړول او دوى ته په ځان باور ته وده ورکول؛ کولى شي چې ښځې په نشه يي توکو له اخته کېدو وساتي.
خو د ښځو چارو وزيرې وويل: "افغانستان کې له نشه يي توکو سره مبارزې د پروژې بڼه غوره کړې ده او بايد له دې ستونزې سره مبارزه له پروژوي شکل څخه پر يو بهير واوړي."
د لير نظري يادونه وکړه چې د ښځو په نشه يي توکو د روږدي کېدو بهير ته بايد په کمه سترګه و نه کتل شي او کورنيو کې د ستونزو راټوکېدو څخه د مخنيوي لپاره بايد دې پديدې سره تونده مبارزه وشي.
د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، هم وويل چې ټول خلک د نشه توکو کارولو زيانونو په اړه د عامه پوهاوي مسووليت لري.
نوموړې وويل چې په نشه يي توکو اخته کېدل د غلي توپان په شان دي چې ټولنه د تباهۍ په لور بيايي او بايد د مخنيوي لار يې ولټول شي.
مېرمن غني زياته کړه: "نشه يي توکي بې وزله او شتمن نه پېژني، د لوړو زده کړو لرونکي ډېرى کسان هم په دې عمل روږدي دي، نو ځکه په دې اړه د ټولنې ټول وګړي که هغه خبريالان، هنرمندان، ځوانان او يا مدني فعالان دي، د نشه يي توکو د زيانونو په اړه تبليغ او د عامه پوهاوي په برخه کې خپل فعاله ونډه تر سره کړي."
د هېواد لومړۍ مېرمنې په وينا، نشه يي توکي بايد په ملي او نړيواله کچه يوه مهمه موضوع مطرح شي او د ژغورنې لارې يې ولټول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










