جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۵): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو هغه کمېټه پر درغليو تورنه کړه چې د ځوانانو پارلمان لپاره يې ازموينه اخيستې وه.
له ننګرهار ولايته د ځوانانو پارلمان ته تر ۴۰ ډېر کسان نوماند شوي وو، چې تېره اوونۍ يې څلور کسان تر ازموينې وروسته بريالي اعلان شول.
يو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د زمري په ٢مه په جلال اباد کې د اعتراضيه غونډې پر مهال وويل، د غوراوي کمېټې په ټاکنو کې درغلي، سليقوي برخورد او خپل پالنه کړې ده.
په ننګرهار کې د ځوان غږ ټولنې مرستيال محمد هلال هلال پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې لپاره راټول شوي چې خپل حق وغواړي.
هلال وايي: ((ما خپله هم ازموينه ورکړې، موږ درې ځوانان په وروستي پړاو کې وو، زه اسناد لرم چې زما ځواب سم وو، خو بريالي نور کسان اعلان شول. دا ټاکنې موږ ته د منلو وړ نه دي.))
نوموړي د ازموينې لپاره ګومارل شوې کمېټه پر درغليو او خپل پالنې تورنه کړه او زياته يې کړه، د ځوانانو د پارلمان لپاره دې د ننګرهار ټاکنې په مرکز کې ترسره شي.
مدني فعال عزيز خوږياڼي بيا په خپلو خبرو کې وويل: ((موږ ځوانان دا ټاکنې له درغلۍ ډکې بولو او نه يې منو.))
هغه يادونه وکړه، مرکز حکومت بايد په دې تړاو څېړنې وکړي.
مدني فعال محمد لايق غمشريک له خپلو سلګونو معترضو پلويانو سره يو ځای د خبرو پر مهال وويل: ((ننګرهار نه د مقدسې احمدزۍ په نامه يوه خور بريالی شوې، چې اصلاً د لوګر اوسېدونکې ده، دا يې حق نه دی.))
د نوموړي په وينا، د ځوانانو پارلمان ته بايد د ننګرهار د څوکيو شمېر ډېر شي.
هغه په دې تړاو پر ترسره شوو ټاکنو نيوکه وکړه او دا پروسه يې په پراخو درغليو تورنه کړه.
په ورته مهال مقدسې احمدزۍ پژواک ته وويل: ((موږ دېرش کاله کېږي، ننګرهار کې اوسېږو، د دې ولايت تذکزه لرم او بل دا چې زه کوچۍ يم، نو حق لرم له همدغه ولايت ټاکنو ته ودرېږم.))
احمدزۍ وايي، د مېرمنو په برخه کې يې ډېر کار کړی، د کور ادبي بهير په نامه ټولنه لري او د دې وړتيا لري چې د ځوانانو پارلمان کې چارې پر مخ يوسي.
په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل: ((د دې ټاکنو لپاره د ولايت مقام، ولايتي شورا، ځوانانو امريت او ټاکنو کمېسيون څخه کمېټه ټاکل شوې وه، چارې يې شفافې دي او ازموينه کې درغلي نه ده شوې.))
د نوموړي په وينا، د يو شمېر ځوانانو عمرونه چې له ۳۰ لوړ دي او له ازموينې ايستل شوي ممکن په دې تړاو اعتراضونه ولري.
احمدزی وايي: ((اعتراض کوونکي دې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته رسمي عريضې وکړي څو اعتراضونه يې په مرکز کې وڅېړل شي.))
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی د ورته څرګندونو تر څنګ وايي، د ځوانانو پارلمان لپاره اخيستل شوې ازموينې کې درغلي نه ده شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










