کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په واټونو کې د پوليسو ډېری پوستې ننداريزه بڼه لري او پرته له دې چې لارويان او موټر تلاشي کړي، د موانعو په اېښودو سره يې ترافيکي ګڼه ګوڼه او ستونزې زياتې کړې دي.
دوى اندېښنه څرګندوي چې د دې پوستو شتون او د سمنټي او پلاستيکي موانعو اېښودو چې سړک يې کم عرضه کړى، موټر له څو کرښو يوه خط ته محدود کړي چې نه يوازې چې د امنيت په ټينګښت کې موثر ... بلکې د دندې پر وړاندې د پوليسو دې بېغورۍ پر خپل ځان د پوليسو باور کم کړى دى.
د پژواک خبري اژانس خبريال د بېلګې په ډول د کابل ښار په مهمو واټونو کې له ١٥ امنيتي پوستو ليدنه کړې چې له ډلې يې د عامې روغتيا څلورلارې، عبدالحق څلور لارې، زړو مکروريانو ساحه، شاه شهيد، د کارته نو غوڼدۍ بېخ، پل محمودخان، د هوايي ډګر شهيد څلورلارې، د سليم کاروان څلورلارې، هوايي ډګر څلورلارې، څلورم مکروريان، د تايمني پنځم سړک، دهن چمن، د کلا فتح الله مدينه بازار، د کلا زمان خان درې لارې او د پنځه سوه فاميلۍ څلورلاره ساحې شاملې دي.
د پژواک خبريال موندنې څرګندوي چې د پوليسو د دې ١٥ پوستو له ډلې يې يواځې يوه پوسته د کلازمان خان درې لارې کې د موټرو او چلوونکو د تلاشۍ په حال کې ليدل شوې او پاتو نورو يې په واټونو نمايشي موانع اېښي وو او حتى په دا ډول ځينو چک پانټونو کې پوليس هم نه ليدل کېږي.
کابل ښاريان
يو شمېر ښاريان د پوليسو تلاشي نمايشي بولي او وايي چې د سړک له منځه دواړه اړخونه د پوليسو له لوري پر موانعو بند شوي چې دا موضوع د سړک د کوچني کېدو او ترافيکي ستونزو د پيدا کېدو لامل شوې ده.
د کابل ښار د کلا زمان خان د درې لارې اوسېدونکي نويد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پوليسو تلاشي نمايشي ده او سړکونه يې د موانعو په اېښودو سره بند کړي دي، خو تلاشي نشته، پوليسو سګريټ لګولى وي او د ونو تر سيورو لاندې ناست وي، نه موټر تلاشي کوي او نه هم خلک.))
د شهيد څلورلارې يوه بل اوسېدونکي شکېب هم د پوليسو د نه تلاشۍ په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې پوليس ٢٤ ساعته د تلاشۍ په موخه ولاړ وي، خو موټر او چلوونکي نه تلاشي کوي.
دغه ځوان د شکمنو، تورو ښيښو او بې نمبر پلېټه موټرو تلاشي کول مهم وبلل او زياته يې کړه: ((حتى د شپې له خوا هم موټر نه تلاشي کوي، يو شمېر موټر يواځې په دې بهانه دروي چې له کوم ځايه راغلی يې، چېرته ځې او څه دې بار کړي؟ دروي، پيسې ترې اخلي او بيا يې بېرته خوشي کوي.))
تر کارته نو تپې لاندې ساحه کې د حشمت الله په نوم يوه ټکسي چلوونکي چې د پوليسو تلاشي ته نږدې د سپرليو په تمه و، وويل چې د سړک په منځ کې يې موانع اېښي، ترافيکي ستونزې يې رامنځته کړې، خو هېڅ ډول تلاشي نه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ورځې په اوږدو کې ممکن اته ساعته کار وکړي، خو په دې موده کې شاوخوا څلور ساعته د ترافيکي ګڼه ګوڼې، د پوليسو له ننداريزو چک پاينټونو په تېرېدو چې له امله يې سړکونه کوچني شوي، ضايع کېږي.
هغه وويل: ((کله چې د تلاشۍ پوستو يو کيلومترۍ ته رسېږو، لاربندي پيلېږي، خو کله چې تلاشۍ ته ورسېږو، ليدل کېږي چې پوليسو د موانعو په اېښودو سره د سړک عرض کم کړى او موټر يو يو له تلاشۍ تېرېږي، دوه خوبوړي پوليس ورته ولاړ وي، يا کيسې کوي او يا په خپل مبايل کې ګېم کوي، دا څنګه تلاشي او امنيت نيول دي، زموږ زړه يې له ټکسي وانۍ تور کړى دى.))
هغه زياته کړه: ((د پوليسو بې غورۍ پر خپل ځان د خلکو باور کم کړى دى.))
د پنجصد فاميلۍ څلورلارې يوه هټۍ وال عبدالسميع هم په خپله ساحه کې د امنيت له نشتوالي شکايت وکړ او ويې ويل چې بايد د شپې او ورځې تلاشي وشي، خو د پنجصد فاميلۍ څلورلارې پوليس تر هغه تلاشي نه کوي چې څو يې کوم راپور نه وي ترلاسه کړى، دغه کار يې په بشپړ ډول ناسم دى.
هغه زياته کړه چې پوليس بايد د سړک پر سړ ولاړ وي، وسايط وپلټي، هېڅوک به د دې جرئت ونه کړي چې له ځان سره وسله ولېږدوي او يا څوک ووژني.
دغه هټۍ وال د پوليسو د دايمي تلاشۍ غوښتنه وکړه؛ ځکه چې په وينا يې په دغه کار سره د ځانمرګو بريدونو او چاودنو مخنيوى کېږي.
پوليس
هغه پوليس سرتېري په دې واټونو کې ګومارل شوي او نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي، خو وايي چې په پوستو کې يې شمېر ډېر کم دى، د تلاشۍ يوه پوسته کې د يوه يا دوو پوليسو شتون ډېر کم دى.
دوى زياتوي: ((موږ ته ډېره ګرانه ده چې ٢٤ ساعته دې پر سړک ولاړ و اوسو او موټر تلاشي کړو.))
دوى د کورنيو چارو وزارت له مشرتابه غواړي چې په پوستو کې د پوليسو شمېر زيات کړي، څو د دندې تر سره کول دوه شيفټه شي.
له دوې نه يو شمېر پوليس سرتېرو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي که چېرته په پوستو کې د پوليس سرتېرو شمېر زيات شي، په سم ډول د وسايط او افرادو پلټنه او تلاشي وشي، ستونزه حل کېږي، که نه په يوه او دوو سرتېرو به په مسلکي ډول د دغه کار تر سره کول ګران وي.
پاسخ وزارت داخله
د کورنيو چارو وزارت ځواب
د کورنيو چارو وزارت وايي چې تلاشۍ د ګواښ رامنځته کېدو د کچې په پام کې نيولو سره کېږي، که چېرې راپور د واسطې او شخص له نوعيت نه ورکړل شي، افراد او وسايط په کره ډول تلاشي کېږي، خو که چېرې کومه بله جدي ستونزه نه وي، يوه لنډه پلټنه کېږي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت د خلکود غوښتنې پر بنسټ د کابل ښار له ځينو واټونو امنيتي پوستې راټولې کړې دي.
دانش د ټولو کړو پوستو شمېر څرګند نه کړ او په واټونو کې د شته پوستو په اړه يې هم معلومات نه لرل.
دانش زياته کړه: ((موږ د خپلو هېوادوالو نظرياتو ته درناوى لرو، په ځينو مواردو کې يې خبرې د قيقې دي او موږ کوښښ کوو چې يو لړ نور اصلاحات هم رامنځته کړو او شته اندېښنې له منځه يوسو.))
هغه په ځينو مهمو ځايونو کې د پوستون شتون اړين وباله او ويې ويل چې دا پوستې د امنيت په خوندي کولو کې موثرې دي، خو که چېرې وليدل شي چې پوستې تش په نامه وي او څه فعاليت ونه لري، قانوني چلند به ورسره وشي.
نوموړي په دې اړه چې د پوليسو له لوري ځينېيد تورو ښېښو لرونکي او بې پلېټه موټر نه تلاشي کېږي، وويل: ((له بده مرغه چې ځيني زورواکي د ترافيکو قانون ته درناوى نه لري، خو وزارت د قانون پلي کولو تصميم لري او د اصلاحاتو لپاره جدي اراده ورسره ده، له خلکو د وزارت غوښتنه دا ده چې قانون رعايت کړي.))
نوموړي وويل: ((په قانون کې استثنا شتون نه لري، ټول افغانان له مساوي حقونو برخمن دي.))
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










