منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوېديځې حوزې د کرنيزو محصلاتو او مالدارۍ نندارتون پرانېستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

هرات ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): د لوېديځې حوزې د دريو ولايتونو د محصولاتو، کرنې او مالدارۍ نندارتون په هرات ولايت کې پرانېستل شو.

په دې نندارتون کې چې نن د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې پرانېستل شو، بېلابېل کرنيزو، د بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات لکه مېوې، سبزۍ، حبوبات، غله جات، زعفران، شات او لبنيات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هرات د کرنې رياست سرپرست محراب الدين احمدي خبريالانو ته وويل چې په دغه نندارتون کې د هرات، بادغيس او فراه ولايتونو د کرنيزو او مالي چارو  محصولات او توليدات په ٧٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هغه په خبره، دغه کار يې د هېوادوالو د هڅونې او ترغيب په موخه کړى چې په کې کورني محصولات او کرنيز پيداوار بازار موندنې ته وړاندې کېږي.

احمدي زياته کړه چې په لوېديځه کې حوزه کې د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو کې په روان کال کې د پام وړ زياتوالى راغلى او د دغه نندارتون جوړېدل کولى شي چې خلکو ته د دغو محصولات د ور پېژندلو غوره زمينه مساعده کړي.  

د هرات د کرنې رياست سرپرست څرګنده کړه چې دغه نندارتون د دې ادارې له لوري د يو شمېر کروندګرو، بڼ الو او کرنيزو ټولنې له لوري جوړ شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د نندارتون د ٧٠ غرفو له ډلې څلور غرفې له فراه ولايته، درې له بادغيس ولايت او پاتې نورې له هرات ولايته دي. محراب الدين احمدي په ډاګه کړه چې د هرات د غرفو له ډلې  ١٦ غرفې لاسي صنايعو ته ځاګړې شوې دي.

دغه ځايي چارواکي په ډاګه کړه چې اوسمهال د محصولاتو واردات،  کرنيزو توکو او مالدارۍ ورته بهرني توليدات له هغه ستونزو دي چې د لوېديځې حوزې کروندګر او بڼوال ورسره مخ دي، اړينه ده چې حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د هرات د بڼوالو ټولنې مشر حاجي محمد نعيم وويل چې دا ډول نندارتونونه د دې سبب کېږي چې خلکو ته کرنيز محصولات او د مالدارۍ توليدات معرفي شي.

نوموړي په افغانستان کې د اقتصاد اهميت ته په اشارې سره وويل: ((د افغانستان زيات خلک په کرکيله بوخت دي او د کرنې وزارت بايد تر ډېره پر کرنيزو پروژو پانګونه وکړي.))

د سميه کريمې په نوم يوې ښځې چې په نندارتون کې د وطني شاتو غرفه لري، پژواک ته وويل چې اوسمهال په هرات کې د مچيو ساتنې او شاتو توليد نږدې ٣٠ سلنه چارې د ښځو له لوري ترسره کېږي.

خو هغې څرګنده کړه چې د اړتيا وړ توکو او دولتي ملاتړ د نشتوالي په سبب ګڼې ښځې اړې شوې چې نور له دغه کاره لاس پر سر شي.

د انجيل ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالجبار چې په نندارتون کې يې غرفه خلاصه کړې، وويل چې کروندګر د سړو خونو د نشتوالي په سبب اړ کېږي چې خپل محصولات په ټيټه بيه وپلوري، خو پر دې سربېره هم يې هم ځيني محصولات له منځه ځي.

د شکور ايثار په نوم يوه بل غرفه لرونکي وويل چې کروندګرو ته د پور ورکولو د سيستم نشتوالى د دې سبب شوى چې هغوى د خپلو مالي ستونزو په حل کې پاتې راشي.

نوموړې چې د زعفرانو د  پلور په برخه کې فعاليت لري، زياتوي: ((موږ د بازارموندنې ستونزه لرو، حکومت بايد زعفران کارانو ته د کوچنيو پورونو زمينه مساعده کړي، څو دغه محصولات زياته وده او پراختيا ولري.))

ټاکل شوې چې د لوېديځې حوزې د کرنيزو محصولاتو او مالدارۍ نندارتون د دريو ورځو لپاره دوام ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه