کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمېسيون وايي، هغه اطلاعات چې ملي ګټې ونه ګواښي؛ بايد د خلکو او رسنيو په واک کې ورکړل شي او اطلاعاتي استثنات او بنديزونه بايد اطلاعاتو ته د خلکو د حقيقي لاسرسي خنډ ونه ګرځي.
د پژواک خبري اژانس رييس او اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمېسيون غړي دانش کړوخېل، نن د هغه درې ورځني ورکشاپ په پيل کې چې "اطلاعاتو ته د لاسرسي رواجول او پياوړتيا" تر نوم لاندې په کابل کې د حکومت د اطلاع رسونې سرچينو چارواکو لپاره جوړ شوى و، وويل چې اطلاعاتو ته لاسرسى د هر هېوادوال حق دى.
نوموړي په دغه ناسته کې د حکومت د اطلاع رسولو د شاوخوا ٣٠ غړو له ګډون څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ياد پروګرام اساسي موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د رواجولو او پياوړتيا او د هغو ستونزو د حل لپاره د لارې پيدا کول دي؛ چې د اطلاع رسونې مسوولين په خپلو ادارو کې ورسره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: "په دغه غونډه کې موږ او تاسو تصميم نيسو چې څنګه وکولى شو اطلاعاتو ته د لاسري حق پياوړى کړو او خپلو کې تجربې سره شريکې کړو."
کړوخېل په دې خبرې د ټينګار ترڅنګ چې هر هېوادوال د دې حق لري چې د خپل چاپېريال په اړه بايد معلومات ولري، وويل چې اطلاع رسوونکې سرچينې بايد د رسنيو همکارې وي، څو خلک کره معلومات ترلاسه کړي.
هغه څرګنده کړه، په دغه پروګرام کې تر ډېره په دې ټينګار کېږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کې ذکر شوي مواد بايد له دې وروسته په سمه توګه عملي شي او هغه اطلاعات چې ملي ګټې نه ګواښي؛ بايد د رسنيو او خلکو په واک کې ورکړل شي.
پر دې سربېره هغه زياته کړه: "په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو د استثناتو او بنديزونو اړوندو مسايلو په اړه هم خبرې کېږي، څو دغه اطلاعاتي استثنات او بنديزونه د خلکو د حقيقي اطلاعاتو مخه ونه نيسي."
اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمېسيون يوه بل غړي فهيم دشتي، دې ته په اشارې سره يو بل مسووليت چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د کمېسيون په اړه وړاندوينه کړې په افغانستان کې د معلوماتو رسولو فرهنګ پياوړتيا ده؛ زياته کړه چې په همدې موخه د دولتي اطلاع رسونې سرچينو له چارواکو سره په يوه درې ورځني پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون د واکونو، کمېسيون او اطلاعاتو په اړه خبرې اترې کېږي.
نوموړي، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د يو شمېر خبريالانو اندېښنو په اړه زياته کړه چې هره ورځنۍ پېښه په ياد کمېسيون پورې نه اړونديږي، خو که چېرې کوم خبريال د يوه تحقيقي راپور مشخصو اطلاعاتو ته اړتيا لري نو اړونده سرچينې ته په مراجعه کولو سره د فورم له ډکولو وروسته له قانون سره سم د درېيو ورځو په موده کې اطلاعات ترلاسه کړي.
دشتي څرګنده کړه، که چېرې د حکومت د اطلاع رسولو سرچينې په خپلې ټاکلې موده کې اړوند اطلاعات د رسنيو په واک کې ورنه کړي، خبريالان کولى شي په دې اړه شکايت وکړي او کمېسيون به د هغوى غوښتنو ته لاسرسى کوي.
د هغه په وينا، د داسې اطلاعاتو په اړه قانوني سند چې بايد د خلکو او رسنيو په واک کې ورکړل شي، تر اوسه شتون نه لري؛ خو د کمېسيون د وړانديز له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ يو شمېر حکومتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د اطلاعاتو د وېشلو مقررې په اړه کار وکړي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال اطلاعات د اطلاع رسولو سرچينې د تصميم پر بنسټ چې فکر کوي اړونده موضوع د خپرولو وړتيا لري که نه، د خبريالانو په واک کې ورکول کېږي، خو په قانون کې د ملي امنيت او د افغانستان د نړيوالو اړيکو اړونده موضوعاتو په اړه چې ټولټال ١٥ موارد دي؛ په دې اړوند وړاندوينې شوې دي.
فريده جوهرزۍ چې د ښځو چارو وزارت په استازيتوب يې په دغه ورکشاپ کې ګډون کړى و، وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصويب او د دغه قانون د عملي کولو لپاره د کمېسيون رامنځته کول؛ يو مثبت ګام او د ستاينې وړ کار دى.
نوموړي زياته کړه: "زموږ په کاري برخه کې که چېرې کومه رسنۍ، خبريال او يا کوم شخص د اطلاعاتو ترلاسه کولو غوښتنه ولري، موږ هغه په خلاصه ټنډه د دوى په واک کې ورکوو."
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وياند او د ياد ورکشاپ ګډونوال رفيع الله بيدار وويل، چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون له نظره د بيان ازادۍ ته د لاسرسي حق او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د يوې لړۍ دوه برخې دي.
د هغه په وينا، که چېرې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق شتون ونه لري؛ د بيان ازادۍ لاسرسي حق قانون بشپړ نه دى.
هغه زياته کړه: "هېوادوال بايد دا حق ولري، څو کومو معلوماتو ته يې چې اړتيا ده، له هغو دولتي ادارو چې معلومات په کې ساتل کېږي؛ ترلاسه کړي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










