کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۵): ټولنيزو رسنيو چې کاروونکي يې بايد له لارې مسوولانه او له تعصبه پاک توکي خپاره کړي، په افغانستان کې هم ځانګړى ځاى موندلى، خو په بدلو نومونو کارونې يې اهميت زيانمن کړى دى.
دا هغه څرګندونې دي چې نن په کابل کې د يادو رسنيو د اونۍ په پرانيست غونډه کې وشوې.
دغه اونۍ نن (هېوادوالو ته د ټولنيزو رسنيو له لارې د نړيوالو اطلاعاتو رسېدل) تر شعار لاندې پيل شوه.
د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر صديق الله توحيدي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې ټولنيزې رسنيو د هېواد او نړۍ په کچه خپل ځانګړی ځای موندلی او موثريت لري.
د هغه په وينا، دوه کاله مخکې ترسره شوې سروې ښيي چې په افغانستان کې تر يو ميليون زيات کسان فېسبوک کاروي.
خو توحيدي وايي چې په دې برخه کې ځينې ستونزې هم شته دي.
دى وايي چې تر يوې کچې د ټولنيزو رسنيو له لارې د ناسمو معلوماتو تر څنګ داسې ليکنې هم خپرېږې چې نفاق او قومي تعصبونو ته په کې لمن وهل کېږي او هڅه کېږي چې ځيني کسان له دې لارې ځان تر نورو لوړ وښيي.
ده زياته کړه چې د ځينو کسانو له خوا د ټولنيزو رسنيو له لارې د دې ډول ليکنو خپرولو د ټولنيزو رسنيو حيثيت ته زيان رسولی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي د هغه څه په تړاو چې ليکي او خپروي يې مسووليت لري او بايد له دې ډول رسنيو سمه ګټه واخلي.
د کليد راډيو خبرياله مينه د توحيدي څرګندونې تاييدوي او زياتوي چې د فېسبوک يو شمېر کاروونکي په مستعارو نومونو او ځينې نارينه د ښځو په نومونو فېسبوک پاڼې جوړوي او د خلک ځوروي.
هغې چې په ياده غونډه کې يې له پژواک سره خبرې کولې، زياته کړه چې دې کار د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک اهميت زيانمن کړی دی.
مينې وويل چې د ټولنيزو رسنيو د دا ډول ناسمې کارونې لپاره اړينه ده چې د رسنيو په قانون کې ځينې مواد زيات شي تر څو له مخې يې هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې له دې لارې د خلکو د ځورونې لامل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










