منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغانستان د بشري حقونو له وحشتناک نقض سره مخ دی”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥):  د افغانستان د ښځو حقونو د دفاع بنسټونه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې افغانستان د بشري حقونو د نقض له وحشته ډک وضعيت سره مخ دى او د ښځو او ماشومانو حقونه په سيستماتيک ډول هره ورځ تر پښو لاندې کېږي.

د اهرام پروژې د اړيکو او د افغانستان ماشومانو او ښځو ته د مرستو رسولو بنسټ Afghanistan Human Rights Action and Mobilization (AHRAM)    مسوولې روحينا باور له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقوق  تر پښو لاندې کول دوام لري او په ډېرو مواردو کې ښځې خپلو حقونو ته لاسرسى نه لري.

نوموړې، افغانستان داسې هېواد وباله چې له بشري حقونو نه د سرغړونې له وحشتناک وضعيت سره مخ دى او د ماشومانو او ښځو حقونه په سيستماتيک ډول هره ورځ تر پښو لاندې کېږي او د بشري حقونو له خورا لږ شمېر سرغړوونکو نه پلټنې او ګروېګنې کېږي.

مېرمن باور وويل: "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې شتون لري چې  کولى شو د بېلګې په توګه د رخشانې، زهرا، فرخندې  او نورو ښځو پر وړاندې هره ورځ په وحشيانه ډول د تاوتريخوالى رامنځته کېدو، يادونه وکړو."

سربېره پر دې، د اهرام پروژې او ماشومانو او ښځو لپاره د مرستو رسولو بنسټ د اړيکو مسووله وايي چې د بدن غړو غوڅول، سوځول او صحرايي محکمه، هغه له وحشته ډکې پېښې دي چې افغان ماشومان او ښځې ورسره مخ دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ماشومانو او ښځو ته د مرستو رسولو بنسټ او د مدني ټولنې بنسټ د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د کاسپي نړيوالې موسسې په مشرۍ د "اهرام" په نوم پروژه چې په افغانستان کې د بشريح قونو د مدافعينو د يووالي او فعاليت لپاره کار کوي، د بشري حقونو مدافعينو پر وړاندې د تاوترېخوالي لپاره يې  ډيټابيس (اطلاعاتي بانک) د مدني ټولنې شبکې ويبپاڼه کې رامنځته کړى دى.

مېرمن باور وويل: "موږ د اتو مياشتو په موده کې  په افغانستان  کې له بشري حقونو د سرغړونې ٢٠٧ پېښې ثبت کړې دي چې ډېرى يې د ښځو او ماشونو پر وړاندې تاوتريخوالى دى، دا شمېرې تر ډېره زموږ د ارتباطي کسانو له لوري کابل، نيمروز، هلمند، هرات او بادغيس ولايتونو کې ثبت شوي دي."

نوموړې وويل چې د ثبت شوو پېښو له ډلې ٢١ يې د بشري حقونو مدافعانو چې له ګواښ سره مخ دي اړوند دي چې ډېرى يې هلمند او نيمروز ولايت کې ثبت شوي دي.

خو هغې زياته کړه: "موږ ژمن يو چې په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او د بشري قونو مدافعانو فعاليتونو په برخه کې زيات کار وکړو، د فعالانو او مدني بنسټونو او رسنيو تر منځ همغږي زياته کړو، د هغوى لوړتيا لوړه کړو او د غوره پايلې ترلاسه کولو او له حقوقي کمېټو او څارونکو ډولو سره يو ځاى رسنيزې شبکې په لار واچوو."

هغې، د دې پروژې د پلې کېدو موخه په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټيزو ازاديو ته د زيات درناوي لپاره د بشري حقونو له مدافعانو ملاتړ او د هغوى وړتيا ځواکمنول او د مدني ټولنې لپاره  د خونديتوب د لارو چارو برابرول په ګوته کړل.

د مېرمن باور په وينا، دې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان ټولو ولايتونو کې د زون په کچه ارتباطي کسان ګومارل شوي چې دې پروژه کې د بشري حقونو اړوند چارې پر مخ يوسي او خپل کاري راپور دې  له مرکزي دفتر سره شريک کړي؛ دا پروژه له ٢٠١٥ کال څخه پيل  او تر ٢٠١٧ کال پورې به دوام ومومي.

نوموړې يادونه وکړه: "د پروژې له لارې ښځو او ماشومانو ته د هغوى حق اړوند پوهاوى ورکول کېږي او هڅه روانه ده څو په افغانستان کې د بشري حقونو اصلي سرغړونکي تر پېژندلو وروسته  محکمې ته راکاږي چې په افغانستان کې د بشر له حقونو څخه سرغړوونکو او ټوپک سالارانو باندې د فعاليت کړۍ نوره هم تنګه شي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې