پل علم (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر زوم هم شامل دى.
دغه چورلکه تېره ورځ له غرمې مخکې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.
د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار قومي مشرانو له طالبانو سره ناسته کړې ده او تر اوسه تښتول شوي کسان روغ رمټ دي.
ده وويل چې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف زوم ميجر سردار هم شامل دى.
وکيل وايي چې يادې چورلکې په دې سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله نه، بلکې په خپله خوښه ناسته کړې وه.
د هغه په وينا، له نيول شوو کسانو سلګونه زره ډالر، کلدارې، دوه ميله وسلې، درې سټلايټ ټيلېفونه او يو جي پي اېس هم ترلاسه شوي دي.
وکيل وايي چې له يادو کسانو يو لېست هم ترلاسه شوى چې د ځينو افغان لوړپوړو چارواکو نومونه هم په کې دي.
ده وويل: ((دغه معلومات ما ته قومي مشرانو له طالبانو سره تر ناستې وروسته راکړي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه له طالب چارواکو سره نېغ په نېغه اړيکې نيولې دي.
دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې برمته شوي کسان تر اوسه روغ او جوړ دي.
ده وويل: ((د دې لپاره چې افغان حکومت د دغو کسانو د خلاصون په موخه کوم عمليات ترسره نه کړي طالبانو دغه کسان په بېلابېلو سيمو کې ساتلي دي، دوه يې له ملا شېرين سره دي، دوه يې له ملا ولي سره دي او دوه نور په بله سيمه کې ساتل کېږي.))
ده هم وويل چې پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه په لوګر کې د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې دي.
حميد وايي: ((د همدې کار لپاره د لوګر لپاره د طالبانو والي ملا نجيب الله او د لوګر لپاره د طالبانو پوځي مسوول ازرې ته راغلي او دلته له خپلو سيمه ييزو قوماندانانو سره پر خبرو بوخت دي.))
د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ازره کې د مخابراتي ستونزو له امله تر اوسه دوى نه دي توانېدلي چې له خپلو سيمه ييزو قوماندانانو سره په دې اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په ټويټر کې ليکلي چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان له جنرال نيکولسن سره ټيلېفوني خبرې کړې او له هغه يې غوښتي چې د يادې چورلکې د تښتول شوو کسانو په خوشي کولو کې ورسره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه چې د ناټو قوماندان جنرال راحيل شريف ته ډاډ ورکړى چې په دې برخه کې به اړينه همکاري کوي.
دغه راز نوموړي ويلي چې له افغان حکومت څخه یې هم په دې برخه کې همکاري غوښتې ده.
ازره د لوګر له نا امنو ولسواليو څخه ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










