منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۲ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کورنيو چرګانو سلګونه کيلو تاريخ تېره غوښه له منځه يووړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د کرنې وزارت په کابل کې د کورنيو چرګانو ٩٥٠ کيلوګرامه تاريخ تېره غوښه له منځه وړې ده.

د ياد وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د کنټرول برخې څېړونکو تېره ورځ د کابل ښار ختیځ لور ته د پلچرخي صنعتي پارکونو په سیمه کې څلور واردوونکي شرکتونه تر څېړنې لاندې ونیول چې په ترڅ کې يې د کورنيو چرګانو ۹۵۰ کیلوګرامه تاریخ تېره غوښه د اریانا شرکت له سړو خونو څخه ترلاسه کړه.

سرچينه کاږي، دغه اندازه غوښه د فرانسې هېواد له خوا بسته بندي شوې وه او له ټاکلي تاریخ څه یې پنځه میاشتې تېرې شوې دي.

سرچينه زياتوي، دې غوښې د زېرمه کولو له معیارونو سره مطابقت نه درلود او خرابه شوې وه، نو له همدې امله ضبط او له منځه یووړل شوه.

د خبرپاڼې په حواله، د یاد شرکت استازو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به له خپلو زېرمو څخه تاریخ تېره محصولات لرې کوي او په بازار کې به یې نه پلوري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه